ایکنا خبري اژانس له تایلینډ څخه راپور ورکړی په دغو دستورو کښې د دغه هیود د قران کریم د سیالیو د غوره کسانو په درنښت سربیره چې ښه کړچار یې لرلی دی د ائمه جماعت او د اسلامي کمیټیو د غړیو لخوا د افتخار د لوحو او د جایزو په ورکولو سره درنښت وشو.
دغه دستورې د قران کریم په تلاوت سره پیل شوې او له دې سره په یوخت د تایلینډ د باچا لپاره په تايي ژبې باندې د قران کریم د ایتونو ژباړه هم وشوه.
ورپسې د تایلینډ باچا او ملکه پاټاني د هغه نندرتون چې« اجازه ورکړئ مدرسه د هیواد لپاره ښه انسانان تربیت کړي »په نوم سره جوړ شوی و کتنه وکړه او هلته یې نورې پروژې هم ولیدلې.
دغه مراسم د نهم راما باچا په یاد د دعا او د فاتحې په لوستلو سره پاې ته ورسیدل.