IQNA

له غزې تر یمن پورې د ایران په توغندوي ځواب د خلکو خوشحالۍ

7:03 - October 03, 2024
د خبر لمبر: 3489937
د عراق ، د فسطین ، د سوریې ، د لبنان ، د اردن او د یمن ډیر خلک وړمه ورځ

د ایران لخوا په صهیونیسټ رژیم باندې د توغندوي حملو ته په غبرګون کښې واټونو ته راووتل او د ایران له ښاریزو سره یوځاې یې د اسرائیلو جنایتونو ته د ایران د سپاه پاسداران ځواک د غاښ ماتونکي ځواب درنښت وکړ او د شکر سجدې یې وکړې. 
ایکنا خبري اژانس د الجزیرې ټیلي ويژن په قول راپور راکړی په سیمه کښې او په لبنان او غزې کښې د ملکي وګړو پرضد د صهیونیسټ رژیم یو کاله وحشي توب او د لبنان د حزب الله د سرمنشي سید حسن نصر الله ټرور او د حماس د سیاسي د فتر د مشر اسماعیل هنیه ټرور  ته د ایران پریکنده توغندوي ځواب د فلسطینیانو له هرکلي سره مخامخ شو.
په رسنیو کښې د خپرو شویو ویډیوګانو پراساس د غزې خلک  د صهیونیسټ رژيم وروستیو جنایتونو ته د ایران د توغندوي ځواب د خبر له خپریدا وروسته  واټونو ته راووتل  او  خوشحالۍ یې وکړې او د ایران د توغندوي حملې ملاتړ یې وکړ.
فلسطیني کډوال په واټونو کښې په راغونډیدا سره په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران د حملې  او له  صهیونیسټي دښمن څخه د بدل په اخیستلو باندې خوشحاله دي.
دغه راز د یمن خلک هم د صهیونیسټ رژیم پرضد د ایران له توغندوي حملو وروسته واټونو ته راووتل.
د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د ایران د اسلامي جمهوریت له توغندوي ځواب وروسته چې د نیواکي ټاټوبو دننه د دغه رژیم په پوځي مرکزونو باندې حملو سره ترسره شو د یمن خلک وړمه ورځ واټونو ته راووتل او د ایران د حملو ستاینه یې وکړه.
د هغو تصویرونو پراساس چې د المسیره ټیلي ويژن اینټرنیټ پاڼې خپاره کړي دي د یمن خلک په پلازمینې صنعا کښې د صهیونیسټ رژيم پرضد د شعارونو د ورکولو په حال کښې وو.
په همدې اساس د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوې بیانیې کښې وویل د شهید اسماعیل هنیه ، د شهید سید حسن نصر الله او د شهید نیلفروشان شهادت ته په ځواب کښې مو د نیواکي ټاټوبو په زړه او د تل اویو په خواوشا کښې  د صهیونیسټ رژیم په دریو پوځي اډو بریدونه کړي دي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4240072

captcha