IQNA

د غزې له خلکو د حزب الله دفاع د انسان د حرمت او د کرامت دفاع ده

12:55 - October 05, 2024
د خبر لمبر: 3489948
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر سید عباس موسوي خور« هدی الموسوي»

 د غزې له خلکو د حزب الله دفاع د انسان د حرمت او د کرامت دفاع دهپه دې خبرې سره چې د غزې له خلکو د حزب الله دفاع کول د انسان د کرامت او د حرمت دفاع ده ټينګار وکړ: دا یو دیني او اخلاقي واجب کار دی چې سبب شوی د حزب الله ځوانان مټ په مټ د غزې د خلکو په څنګ کښې او د صهیونیسټ دښمن په مقابل کښې په یوه صف کښې ودریږي.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر شهید سید عباس الموسوي خور هدی الموسوي له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې نن سبا له هراړخیزه جنګ سره مخامخ یوو ډاګینه کړه: صهیونیسټان د فلسطین ملت قتلوي او په سیمه  کښې یو بشپړه جنګ رامینځته شوی دی. په دغه جنګ کښې له داسې  وحشي دښمن سره مخامخ یوو چې په هیڅ چا رحم نه کوي.په لبنان کښې هم د فلسطین د ټاټوبي د دفاع لپاره ملاتړي جبهه او د مقاومت چورلیز جوړ شوی دی.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر سید عباس موسوي خور په غزې کښې د فلسطین د خلکو په دفاع کولو کښې د لبنان د حزب الله غوځنګ د اقداماتو په هکله وویل: د غزې له خلکو د حزب الله دفاع د انسان د کرامت او د حرمت دفاع ده چې متعال خدای په قران کریم کښې فرمایلي دی : «وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ»:  مونږ د ادم بچیانو ته کرامت وروبخښه.(اسرا/۷۰) یعني د هغو ټولو کسانو چې انساني ځانګړنې ورباندې اطلاق کیږي باید احترام یې وشي او مونږ باید د هغو دفاع وکړو. دا یو دیني او اخلاقي واجب دی چې سبب شوی دی د لبنان د حزب الله ځوانان مټ په مټ د غزې د خلکو په څنګ کښې ودریږي او د صهیونیسټ  دښمن په مقابل کښې په یوه صف کښې ولاړ شي.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر شهید سید عباس الموسوي خور هدی الموسوي د اسلامي وحدت د کانفرنس د رول په هکله چې هر کال په ایران اسلامي جمهوریت کښې ترسره کیږي د اسلامي وحدت د رامینځته کولو او د تفرقې د له مینځه وړلو په هکله وویل: د اسلامي وحدت د کانفرنس یوه بریا دا ده چې د مسلمانانو ترمینځ اتحاد ټینګوي او هغوې ټول پر دې اساس واحد امت دی د قران کریم په دسترخوان سره راغونډیږي.
اسلامي وحدت کانفرنس د حضرت امام خمیني رحمت الله د هڅو یوه نتیجه او ګټه ده چې وحدت اوونۍ نومول شوي ده.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر سید عباس موسوي خور ټینګار وکړ اسلامي وحدت کانفرنس د مسلمانانو وحدت پیاوړی کوي په دې ډول کله چې ټول مسلمانان د قران کریم په دسترخوان باندې سره متحد کیږي نو د دغه خبرې یادونه ده چې زمونږ قران یو دی.
متعال خدای هم په قران کښې بلنه ورکړي ده :‌ «وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا»:
او ټول د خدای په پړي منګولې ښخې کړئ او تیت پرک نشئ او هغه نعمت چې خدای تاسو ته درکړی دی یاد کړئ : هغه وخت چې تاسو د یوبل دښمانان وائ او د تاسو زړه یې له یوبل سره مهربان کړل او د هغه په مهربانۍ سره وروڼه شوئ.(ال عمران/۱۰۳)
وحدت؛ د الفت د رامینځته کولو او د مسلمانانو د ایمان د پیاوړي کولو عامل دی.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر شهید سید عباس الموسوي خور هدی الموسوي په دوام کښې وویل اسلامي وحدت د مسلمانانو ترمینځ د ایمان د پیاوړي کیدا او د الفت د رامینځته کیدا سبب کیږي او هغه وخت  چې د مسلمانانو ترمینځ قوي ایمان وي هغوې کولای شي په ټول توان سره د دښمانانو په مقابل کښې ودریږي او په یوه قدرتمن او واحد جسم بدل شي نو تر ټولو ډیر صلابت او زړورتیا به ولري. په دې ترتیب دښمن نشي کولای په هره ممکنه بڼه د مسلمانانو ترمینځ اختلاف واچوي.
د ټولو مسلمانانو هدف د فلسطین د ټاټوبي ازادول دي.
د لبنان د حزب الله د پخواني مشر شهید سید عباس الموسوي خور هدی الموسوي زیاته کړه: الحمد الله نن سبا د اسلامي وحدت د کانفرنس په برکت د مسلمانانو ترمینځ اتحاد رامینځته شوی دی او ټول پوهیږي چې یو هدف شته او زمونږ د مسلمانانو نظر او هدف یو دی. زمونږ د ټولو هدف د فلسطین د ټاټوبي ازادول او د مسلمانانو د سپڅلیو ځایونو بیرته ترلاسه کول دي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ د پخواني مشر سید عباس موسوي خور هدی الموسوي له اختلافاتو څخه په لیرې کیدا او د وحدت په رامینځته کولو کښې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم له سیاسي سیرت څخه د ګټه د پورته کولو د څرنګوالي په هکله وویل: رسول اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله و سلم د رحمت پیغمبر او د الهي رحمت سرچینه و.
خدای پاک ج هغه وخت چې حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم مبعوث کړ، نو هغه یې د ټول  بشریت لپاره روښانه ډیوه وبلله او لومړنی اقدام چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم له مبعوث کیدا وروسته ترسره کړ د مسلمانانو ترمینځ د ورورګلوۍ رامینځته کول وو.نو ځکه خو په هغه وخت کښې اسلامي وحدت همدغه د فارسیانو او د رومیانو ترمینځ ورورګلوي وه.
هغې په دوام کښې وویل حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم د مسلمانانو ترمینځ ورورګلوۍ رامینځته کړه چې مسلمانان به یوه واحد زړه بدل شي او په دې ترتیب د دښمانانو په مقابل کښې قدرت پیدا کړي پر دې اساس هر مسلمان وګړی د بل مسلمان په نسبت د یوه واحد جسم په شان دی. یعني مسلمانان باید واحد جسم ، زړه او فکر ولري.
هغې ټینګار وکړ: د قران کریم د مبارکو ایتونو پراساس د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته دنده سپارل شوي وه چې اسماني تعلیمات اجرا کړي.
څرنګه چې متعال خدای فرمايي: : «إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً»:
او په حقیقت کښې دا د تاسو امت دی چې واحد امت دی(مومنون/۵۲)  پر دې اساس رسول اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د مسلمانانو ترمینځ  ورورګلوۍ رامینځته کړه چې هغوې د دښمانانو په مقابل کښې قدرت پیدا کړي.
ځکه چې د تفرقې په بڼه کښې به ماتي وخورو او په وحدت سره به بریالي شو.
https://iqna.ir/fa/news/4238375

captcha