IQNA

د مالیزیا د قران د سیالیو پړاو ترسره شو

10:24 - October 07, 2024
د خبر لمبر: 3489964
د اسلامي هیوادونو په وحدت باندې د مالیزیا د لومړي وزیر ټينګار

د مالیزیا لومړي وزیر ټینګار وکړ مسلمانان باید تل کلک هوډ ولري او د وحدت معنا او ضرورت چې د اقتصاد د پراختیا لپاره مهمه اړتیا ده درک کړي.
ایکنا خبري اژانس د برناما خبري اژانس په قول راپور ورکړ د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د خپل هیواد د قران کریم د حفظ او د قرائت د سیالیو د څلورشپیتم پړاو د ترسره کیدا په مراسمو کښې چې د کوالا لامپور د نړیوال تجارت د مرکز د غونډو په هال  کښې ترسره شو وویل : د اسلامي هیوادونو ترمینځ تفرقه او سرګردانۍ کولای شي د دښمانانو په  حملې ، سپکاوي او سلطې بدل شي هماغه ډول چې په غزې ،  فلسطین او اوس یې په لبنان کښې وینو.
هغه ټینګار وکړ مسلمانان باید تل کلک هوډ ولري او د وحدت معنا او ضرورت چې د پایداره اقتصاد د پراختیا لپاره د هڅې مهمه اړتیا ده درک کړي.
هغه زیاته کړه: مسلمانان باید د هر اقدام په ترسره کیدا کښې له درک ،  صبر او پوهې څخه برخور ووسي ځکه چې تدبیر به د ورپسې حرکت اساس او بنسټ وي.
په همدې دلیل ده  چې مونږ په خپل حکومت کښې په خپل هیواد کښې د مسلمانانو او د غیر مسلمانانو ترمینځ د سولې او د تفاهم د تضمین او د قوي وحدت رامینځته کول پیل کړي دي.
د مالیزیا لومړي وزیر په دې سربیره له خلکو وغوښتل د مدني ملت مفهوم چې زما د حکومت لخوا مطرح شوی دی  درک کړي، ځکه چې زیات هیوادونه دا ډول کړچار نلري.
هغه  وویل: زه د ډله ئیز حکمت او پوهې غوښتونکی یم چې د مدني ملت مفهوم د درک وړ وي.
انور ابراهیم دغه راز مسلمانان د نویو علمونو او ټیکنالوژیو زده کولو ته وروبلل ځکه چې دغه چاره همدا اوس او په راتلونکي کښې د هغوې قدرت پیاوړی کوي.
د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم دغه راز وویل په همدې دلیل ده چې د مالیزیا حکومت ژمن شوی ډاډ ترلاسه کړي چې همدا اوس په ټول هیواد کښې د قران د حفظ د مدرسو کابو دوه لکه زده کونکي د انرژۍ ، ډیجیټال ، مصنوعي ځیرکتیا  ( مصنوعي هوش) په شان له بیلابیلو فني مهارتونو سره اشنا شوي دي.
هغه هیله وکړه چې د مالیزیا د قران د سیالیو څلورشپیتم پړاو د مسلمانانو د ټولنې مقام د ستایني وړ او لوړې سویې ته لوړ کړي.
د مالیزیا د قران د نړیوالو سیالیو څلورشپیتم پړاو « الفلاح د مالیزیا د تمدن د پرمختګ د عامل « په شعار سره د یواویا هیوادونو په دوه نوي ګډون کونکو چې درې پنځوس یې د قرائت په برخه کښې او نهه دیرش یې د حفظ په برخه کښې  ګډون کوي ترسره کیږي.
د مالیزیا باچا سلطان ابراهیم او د هغې میرمنه ملکه  راجا زریث صوفیه  په د اکتوبر د میاشتې په دولسمه نیټه د جایزو د ورکولو مراسم ترسره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4240823

captcha