IQNA

د ملایشیا په قرآنی سیالیو کې دمصر د نابینا قاري د تلاؤت تود هرکلی شوی(فیلم)ّ

15:37 - October 08, 2024
د خبر لمبر: 3489969
ایکنا – د مصر یو نابینا قاری محمد عبدالکریم عطیه د ملایشیا د قرآن د حفظ او تلاؤت په شپږشپیتمې سیالۍ کې   د سیالیو  په زړه پورې تلاؤت سره په هال کې پر موجودو ټولو  کسانو اغیزې وشیندلې او ټولو ئې تود هرکلی وکړ او هغه ئې وستایۀ.

ایکنانیوز د المصری الیوم  له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزارت نماینده محمد عبدالکریم کامل عطیه د ۲۰۲۴ کال ملایشیا د قرآن د حفظ اوتلاؤت  په څلورشپیتم سیالۍ  په پرانیستونکو دستورو کې  چې په کوالالامپور کې روانې دي ، پر موجودو کسانو کې ئې ډيرې اغیزې وشیندلې.

د ملایشیا د اسلامی ټولنې ادارې (جاکیم)پخپل ټولنیز چینل کې  لیکلي دي ، قاری محمد عبدالکریم کامل عطیه په دغو سیالیو کې د مصر نماینده او د ملایشیا  د ۲۰۲۴ کال د قرآن د تلاؤت او حفظ د څلورشپیتمو سیالیو  یو ګډون کونکی دی.

د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو څلورشپیتم  پړاؤ  د اکتوبر په پنځمه پیل شوی او داکتوبر تر دولسمې نیټې پورې  دوام لري.  په دغو سیالیو کې د ۷۱ هیوادونو ۹۱ ګډون کونکي پخپلو کې سره سیالۍ کوي.

 دمصر د دغه نابینا قاری  د تلاؤت یوه ویډیو  چې د  شوری سورې  د ۵۲ او ۵۳ آيتونو تلاؤت ئې کړی ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.

  وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ، صِرَاطِ اللَّهِ الَّذِي لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الْأُمُورُ:

 

https://iqna.ir/fa/news/4241268 

captcha