IQNA

په اهل سنت کې د شیعیانو په اړه ۶ دورغ او چټي تورونه(مقاله)

15:54 - October 08, 2024
د خبر لمبر: 3489970
ایکنا - ځینې سرزوری او تندلارې، اهل تشیع په  اسلام کې په بدعتو باندې تورونوي. په داسي حال کې چي اهل تشیّع د اسلام په بنیادي اصولو لکه توحید، نبوت او قیامت یا میعادو باندې کلک باور لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د تاریخ په اوږدو کې، د اهل تشیع او اهل سنت تر مینځ ځینې مذهبی اختلافات په اهل سنتو کې د شیعیانو د باورونو په هکله د ځینو ناسمو تبصرو د خپراوی لامل شوی دی.

په تاریخ کې دغې تېروتنې او دروغونه اکثره د تندلارې ډلو له خوا مطرح شوي او د اهل سنتو د بنیادي لیدلوری انعکاس نه دی.

په روانو دوو پېړیو کې او په تېره بیا د رسنیو د ودې په دوران کې، استعمار په دې مینځ او مان کې بنیادي کردار ولوبول او د ګڼو پروپاګنداو په تر سره کولو په  اهل سنت ټولنو کې د شیعیانو په خلاف د کرکې او نفرت په راپارولو بریالی شو.

داسي یوه مساله چي د تکفیري ډلو په راتلو سره نوره هم پراخه شوه. د پارس ټودې په دغه مطلب کې، هغو شپږو دروغجنو تورونو باندې بحث کوو چي د شیعیانو په خلاف مطرح شوي دي.

1. د قرآن شریف بدلون یا تحریف:

یو له ټولو جدي تور چي په شیعیانو لګیږي هغه د قران په تحریف باندې د هغوی د باور کولو ادعا ده. خو دا ادعا له سره ناسمه ده. شیعیان د اهل سنتو په څېر حاضر دمه موجود قرآن د متعال خدای کلام بولي او په دې باور دی چي په کښې هیڅ بدلون نه دی شوی او ورباندې ژمن دي.

 د قران د تحریف عقیده په اهل تشیع کې هیڅ د منلو ځای نه لري او د اهل تشیع معتبر کتابونه هم دا خبره کوي. په ایران کې هم هغه قرآڼ د خلګو په لاسونو او په جوماتونو کې دي چي په عربستان، مصر، انډونیزیا او یا الجزایر کې له اهل تسنن سره دي.

حتی اکثره قران کتابونه له اهل سنت هیوادونو څخه واردیږي نه یوازې یوه کلمه بلکه یو توری هم توپیر نه شته په کښې.

2. د امامانو په هکله غلو:

یو بل تور چي په اهل تشیع باندې لګېدلي هغه دا دی چي هغوی د پیغمبر اسلام د اهلبیتو په تېره بیا د امام علی علیه السلام او د پیغمبر د نورو لمسیانو په هکله غلو کوي او هغوی تر الهي مرتبې پورې اوچت ګڼي. خو دا د اهل تشیع په باور کې د ولایت او د امامت د مقام د مفهوم په اړه د ناسمو معلوماتو او تفسیر له امله دی. دا چي امام هدایت کوونکی او د وحیې مفسر دی، د پیغمبر اکرم ص وېنا ده. شیعیان اهلبیت علیه السلام  معصوم انسانان بولي هغه هم د احزاب د مبارکې سورې د ۳۳ ایت له مخې چي فرمایي: «إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا؛ ‌« اې اهلبیت، خدای غواړي له تاسو پلیتي لیري کړ او تاسو پاک کړي» خو اهل تشیع هیڅکله هم امامان او اهلبیت الهي موجودات او خدای نه بولي او د هغوی پرستش نه کوي. دا شیعیانو د باور په اړه یو لوی دروغ دی. امامان ټوله احادیث د پیغمبر اسلام څخه نقل کوي.

3. د اسلام په مبارک دین کې بدعت:

ځینې تندلارې په اهل تشیع باندې په اسلام کې د بدعت د اېښودلو تور لګوي. په داسي حال کې چي شیعیان د توحید، نبوت او معاد په څېر د اسلام په بنیادي اصولو باور لري او یوازې په ځینو فقهې او احکامي مسائلو کې له اهل سنت سره د نظر اختلاف لري. دغه فقهې اختلافات هم د اهل تشیع د عالمانو د اجتهاد په خاطر دی او د بدعت عنوان نه شي ورکول کېدای.

4.  له خدای نه غیر ته توسل

په شیعه مذهب کې توسل متعال خدای ته د قرب لپاره د هغه د پیغمبر ص، معصومو امامانو او اولیاو واسطه ګرځولو ته وایي. شیعیان په دې باور دي چي په اهلبیتو باندې توسل د هغوی د پرستش په معنا نه ده، بلکې له هغو کسانو څخه د دعا او د شفاعت غوښتنه ده چي د متعال خدای په نزد مقرب دي.  خو د دې عمل ذکر په قرآن کې شوی دی، لکه څنګه چي د مائدې د مبارکې سورې په ۳۵ ایت کې فرمایي:«یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَابْتَغُوا إِلَیْهِ الْوَسِیلَةَ» یعني اې هغو کسانو چي ایمان مو راوړی دی ! له خدایه پروا وکړئ او هغه ته د قرب لپاره وسیله ولټوئ.

همدارنګه په قران شریف کې خپل پلار ته د حضرت یعقوب علیه السلام د زامنو د توسل پېښه بیان شوې ده، هلته هغوی له حضرت یعقوب علیه السلام څخه غواړي چي د هغوی د ګناهونو د عفوې لپاره ورته له خدایه غوښتنه وکړي. د یوسف د مبارکې سورې ۹۷ ایت کې دا بیان شوی: «قَالُوا یَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا کُنَّا خَاطِئِینَ» دغه ټوله مثالونه ښودنه کوي چي توسل، نه یوازې د شیعیانو په سنت کې بلکې په الهي کتابونو او د پیغمبرانو په تاریخ کې هم مشروع او توسل متعال خدای ته وسیله ګرځول شوې ده.

5. د پیغمبر اکرم ص اصحابو ته سپکاوی او ورسره دښمني

یو له ټولو عام تور چي په اهل تشیعو باندې لګیږي هغه دا دی چي اهل تشیع د پیغمبر اکرم د اصحابو دښمنان دی او ورته سپکاوی کوي. البته چي دا دروغ هم په غرضي توګه مطرح شوی دی. په حقیقت کې اهل تشیع په دې باور دي چي له پیغمبر اکرم ص څخه وروسته په اصحابو کې دوې ډلې پیدا شوې. یوه ډله هغه چي په بشپړه توګه له پیغمبر ص سره وفادار پاتې شول او بله ډله هم هغوی چي په چارو کې خپلسرې پریکړې وکړې.

اهل تشیع د دوهمې ډلې په ځینو کړچارونو نیوکې لري، لیکن همهغه شان چي د اهل تشیع عالمان له پخوا نه تر اوسه پورې لکه امام خمینی او امام خامنه ای ویلي دي د اصحابو ډوهمې ډلې ته هم هر ډول سپکاوی حرام دی. البته باید انکار نه وکړو چي کله ناکله منحرف جریانونه یا هم ناپوه او جاهلو کسانو د اهل تشیع په نامه په خپلو ناستو او غونډو کې سپکاوی کړی وي خو د اهل تشیع او د اهل سنت تر مینځ د وحدت دښمنان همدغه یوه انفرادي عمل را اخلي او په رسندویې کولو سره یې په ټولو شیعیانو پورې تړي. د اهل تشیع د ټولو عالمانو له نظره د پیغمبر اکرم ص د اصحابو سپکاوی ناجایز او ناروا بلل شوی دی.

6. د پیغمبر اکرم ص د مېرمنو سپکاوی

یو بل ناسم تور او پروپاګن چي په اهل تشیع پورې تړل کیږي، دا دی چی شیعیان د پیغمبر مبارک ص د مېرمنو سپکاوی کوي او په هغوی تورونه لګوي. په داسي حال کې چي شیعه د پیغمبر اکرم ص د مېرمنو مقام منلي دي او هیڅکله په خپلو باورونو کې داسي تورونو ته ځای نه ورکوي.

د ځینو تاریخې پېښو په تفسیر کې اختلاف هیڅکله د اهل تشیع په باورونو کې د پیغمبر ص د مېرمنو د شخصیت د سپکاوی په معنا نه ده. د ټولو شیعیانو له نظره او د قرآن کریم په بنیاد، د پیغمبر ص مېرمنې «ام المومنین» دي.

وروستۍ خبره دا چي دغه تورونه او پروپاګنداوې اکثره د فتنه جوړونکو رسنیو او تندلارو ډلو ټپلو له لورې مطرح شوي او اکثره اهل سنت دغو څیزونو ته باور نه لري.

https://parstoday.ir/ps/news/religion-i152936

captcha