ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تلې دمیاشتې په اولسمه نیټه د آیا صوفیه تاریخي جومات د انځورونو نندارتون چې د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مرکز کې په ملت کتابتون کې ترسره شوی مخ کتنه وکړه.
د ترکیې ولسمشر په دغه نندارتون کې د هغو انځورونو د لیدو په باب چې دوو مشهورو انځورګرو عزت کبریبار او محمد اوزجای د استانبول په مینځ کې د واقع دغه تاریخي جوماته اخستي وو، یو لړ اطلاعات ترلاسه کړل.
ددغه نندارتون په لیدو کې د ترکیې د کلتور او ټوریزم وزیر محمد نوری ارسویی،د مذهبی چارو د ادارې مشر علی ارباشف او د ښونې اوروزنې د عالی شورا مشر ارول اوزوار له اردوغان سره ملګرتیا وکړه.
د ۲۰۲۰کال دجولائي په لسمه نیټه د ترکیې عدالت د ۱۹۳۴ کال فیصله چې آیا صوفیه ئې په یوه میوزیم بدل کړی ؤ لغوه کړه او له ۸۶کلونو وروسته ئې د جومات په توګه ورڅخه بیرته د استفادې لاره هواره کړه. دغه ودانۍ د ۲۰۲۰ کال د جولائي په ۲۴ د آیاصوفیه جامع جومات په توګه پرانیستل شو.
آیاصوفیه ودانۍ،تر ۹۱۶کلونو پورې د کلیسا په توګه او ۸۶کاله د میوزیم په توګه فعال ؤ،خو له ۱۴۵۳کاله تر ۱۹۳۴ کال پورې کابو پنخه سوه کلونو پورې جومات ؤ.آیاصوفیه په ۱۹۸۵کال کې د یونیسکو ادارې د نړیوال میراث په لیسټ کې شماله شوه. دغه ودانۍ د ترکیې یو ترټولو غوره ټوریسټي مرکز دی او د داخلی او بهرنیو کتونکو لپاره پرانیستل شوې ده.