ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، ګارډیّن ورځپاڼې د انګلستان د اسلامی شورا د عمومی منشي زارا محمد په قلم یوه مقاله خپره کړې چې پکې راغلي دي،؛ دانګلستان مسلمانان د تیر کال د اکتوبر د اومې نیټې طوفان الاقصی عملیاتو په وروسته کال کې د اسرائيلو او حماس غورځنګ ترمینځ د نښتو نتیجې ډيرې زیاتې احساس کړي دي .زه په درست هیواد کې د مسلمانو ټولنو د لیدو په وخت دې ته متوجه شوی یم چې دغې نښتې د انګلستان په ټولنې کې د مونږ امنیت او ځائيګی احساس څومره له چیلنج سره مخ کړی دی.
ددغې مقالې په یوې برخې کې راغلي دي د فلسطینیانو لپاره د سولې آو عدالت چغه د مسلمانانو له ټولنې ورآخوا رسیدلې ده . په لاریونونو کې د هر دین او مذهب خلک په ولولې اوځوږ سره واټونو ته راوځي.هره ورځ چې تیریږي ، او په غزې کې د وژل شوو کسانو شمیر په زیاتیدا سره د اسرائيلو په ضد د جنګي جنایتونو دوسیه لادرندیږي. دغه موضوع کومه اسلامی موضوع نه ده،بلکې دا د انساني حقوقو موضوع ده چې له مونږ ټولو سره اړوندیږي.
ددغه مطلب په دوام کې وئيل شوي دي، هماغه شان چې له هغو کسانو سره چې له سختو کړاؤنو او مصیبتونو سره لاس او ګریوان شوي دي،پيوستون اعلانوو. له اسلامه د ویرونې د پروسې له پراخیدو سره هم مخ یوو. هغه بلواوې اوتوکمپالنې چې په انګلستان کې مو په اوړې کې ولیدلې، تریوه حده د هغو منفي تبلیغاتو غبرګون ؤ چې د مسلماناو په خلاف شوي وې. مونږ شاهدان یوو چې مشهور سیاستوالان د اسلامی مقدساتو د شعار؛الله اکبر؛ د ممنوعیّت غوښتونکي شوي دي. دوي همداراز مدعي وو چې نوی مهاجرین له نورو سره فرق کوي، ځکه چې له اسرائيلو نفرت کوي. له بل پلوه مسلمانو سیاستوالاان هم له ډيرو تورونو سره مخ دي او ورباندې تور لګول کیږي چې د افراطي ډلو ټپلو تر اغیزو لاندې دی اویا دا چې فرقه پال پروګرامونه تعقیبوي.