ایکنانیوز راپور راکړی، د ملایشیا د قرآن د حفظ او قرائت دنړیوالو(MTHQA ) سیالیو څلورشپیتم پړاؤ د کوالالامپور نړیوال تجارت په مرکز(WTCKL ) کې ترسره شو.
په دغو سیالیو کې د ایران داسلامی جمهوریت د نماینده په توګه هم برخه واخسته.
ددغو سیالیو پایزې دستورې د شنبې ورځې په ماښام ترسره شوې او په دغو دستورو کې برلاسه کسان معرفي شول.
د سړیو دقرائت په برخې کې د ملایشیا قاری محمد حسینی محمور په 93.71 فیصدو نمبرو سره لومړی مقام ترلاسه کړ،دغه راز د پاکستان عبدالرشید هم د 93.59 فیصدو نمبرو په ګټلو سره دوهم لمبر شو او دانډونیشیا هیواندی ساپورت هم د 92.03فیصدو امتیازونو په ګټلو سره دریم مقام و ګاټه.
د میرمنو د قرائت په برخې کې هم د ملایشیا قاري میرمن هدایه عبدالحمن لومړی ،د انډونیشیا رایانا مبانګلادی دوهم او سیامی آساهیرا دریم مقام ترلاسه کړ.
همداراز د قرآن کریم د سړیو دحفظ په برخې کې دنیجر عبیدالله بوبا کارآنګو لومړی،د ساحل عاج ابارهیم سو دوهم او د روسیې عامی الدین فرخ هم په ورپسې مقام ترلاسه کړ. د قرآن کریم د میرمنو د حفظ په څانګې کې هم د نیجریه هبساتو هامیسو لومړی مقام وګاټه او له دې وورسته د ملایشیا پوتری امینه دوهم او د مالدیو فاطمه شایا هم دریم لمبر شوه.
په دغو سیالیو کې د ایران یوازینی نماینده حمید رضا نصیری چې د تحقیق د قرائت په څانګې کې حاضر شو ، د کومې رتبې په ګټلو کې بریالی نه شو.
په دوام کې د دغو سیالیو لومړی مقام ګټونکي د ملایشیا قاری دتلاؤت یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو. چې ددغو سیالیو به پاییزو دستورو کې ئې وړاندې کړی دی.