IQNA

اسلامي هیوادونه باید له اسرائیلي رژيم سره اړیکې غوڅې کړي

10:34 - October 15, 2024
د خبر لمبر: 3489999
ایکنا - د یمن خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې له صهیونیسټ رژیم سره د خپلو اړیکو د غوڅولو لپاره د نیکاراګوا هیواد د اقدام په قدرونې او هرکلي سره د نورو عربو او اسلامي هیوادونو لخوا د ورته فیصلې د غوره کولو غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله  راپور راکړی د یمن د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره د اسلامي او د عربي هیوادونو د اړیکو د غوڅولو غوښتنه وکړه.

د یمن خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې له صهیونیسټ رژیم سره د خپلو اړیکو د غوڅولو لپاره د نیکاراګوا هیواد د اقدام په قدرونې او هرکلي سره د نورو عربو او اسلامي هیوادونو لخوا د ورته فیصلې د غوره کولو غوښتنه وکړه.

د یمن د باندنیو چارو وزارت له نورو هیوادونو په تیره بیا له عربو او اسلامي هیوادونو څخه چې له صهیونیسټي دښمن سره یې خپلې اړیکې عادي کړي دي وغوښتل د داسې فیصلو په غوره کولو  سره چې د سیمې د هیوادونو او د لبنان او د فلسطین پرضد د تیریو د ختمولو او د نړیوالو قوانینو د پیروۍ کولو لپاره به صهیونیسټي دښمن باندې د دباو له راتلو سره مرسته کوي له نیکاراګوا هیواد څخه بیلګه واخلي.

د یمن خارجه وزارت وویل له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین د مسلې په ګټه نه دي او سیمه کښې سوله نه راولي.

د نیکاراګوا هیواد د فلسطین د بې ګناه خلکو د وژلو په دلیل د اسرائیلو له نسل وژونکي رژیم سره خپلې ډيپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې.

مخکې د نیکاراګوا خارجه وزیر هم د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې په دنیا باندې په  اوسني ناعادلانه نظم باندې نیوکې سره د لبنان او د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم او د هغه  د متحدانو نسل کشۍ غندلي وه.

د نیکاراګوا حکومت دغه راز په جرمني کښې خپل سفارت په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم له نسل کشۍ څخه د برلین د حکومت د ملاتړ کولو په دلیل بند کړ او په هیګ کښې دیره د انصاف نړیوالې محکمې ته یې له جرمني څخه شکایت وکړ.

https://parstoday.ir/ps/news/event-i153188   

captcha