په مخکیني یاددښت کې اشاره شوې ده چې تهمت یو اخلاقي رذالت په قرآن کې بیان شوی دی او د مثال لپاره د النور سورې یولسم او دولسم آیتونو ته اشاره شوې؛ إِنَّ الَّذِینَ جَاءُوا بِالْإِفْک عُصْبَةٌ مِّنکمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّکم بَلْ هُوَ خَیرٌ لَّکمْ لِکلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اکتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِی تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِیمٌ* لَّوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَیرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْک مُّبِینٌ»(النور/11-12)؛په حقیقت کې هغه کسان چې په هغو کې د اِفک کیسه رامینځة کړي، له تاسو یوه ډله ده . هغه(تهمت) د ځان لپاره یو شر خیال کوي،بلکې د تاسو لپاره پکې کوم مصلحت دی.له هغو څخه د هر یوه کس لپاره[چې په دغه کار کې ئې لاس درلودلی وی] هماغه ګناه ده چې ئې کړې ده، او له هغوکس چې زیاتره برخه ئې په غاړه اخستې ده د هغه لپاره به سخت عذاب وي(۱۱) ځکه هغه مهال چې دا واوري ،نو نیک مومنان سړي او مومنې ښځې نیک ګمان ونه کړي او ونه وائي ،؛دا یو ښکاره تهمت دی؟) چې د اِفک په نامې مشهور دی:
د تهمت سرچینه ؛سوءظن یا ناسم نیّت دی. د نورو پرکردار،ګفتار اوحالاتو بدګماني ممکنه ده سبب شي، انسان هغه موجود وي اوکه نه ،پر هغه تهمت ولګوي. دغه د تهمت لګول په دوو بڼو کې ممکن دی؛
1 په موجودګۍ کې څرګندول؛ که هم تهمت لګونکی د انسان په موجودګئ کې بد یا ځيږ کار او چلند ته له هغه سره نسبت ورکړي او په دې باب کوم سند او مدرک چې په هغو کې د هغه څه عمل یا کوم حالت شاملیدلی شي، هم وړاندې کوي.
2 په غیر موجودګئ کې خبرو کول؛ کله هم تهمت لګونکی د یوه انسان په موجودګۍ کې څه خبره نه کوي، بلکې د هغه په غیرموجودګۍ کې په هغه پورې یو بد صفت یا چلند او یا عمل ورپورې کوي.
یومسلمان نه یوازې باید تهمت ونه وري،بلکه که تهمت په ناخوښه بڼه هم د هغه غوږونو ته ورسیږي،نو باید د ردولو هڅه ئې وکړي او یوازې ددې ذکر کول چې ؛تهمت مه لګوه؛ کافي نه دی؛ ځکه ممکنه ده دهمدغې جملې وئيل،په هغه کس کې چې تهمت ورباندې لګیدلی وي، د عیب او نقص پر شتون ټينګار وي.
د تهمت له آفته د ژبې پاک ساتل په دوامدار کوشش سره لاره ده. ددغې ناروغۍ درملنه باید د هغو په بدو نتیجو کې په دقت سره پيل کړو، بیا د هغو دوامدار یادونې هڅه وکړو. چې ؛ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ»(الذاریات/55). ددغه ځيږچلند څخه د انسان له زړه د کرکې ،نفرت او تهمت د نتیجو یادونه به په ځان پسې ولري؛له دې امله باید د تهمت څخه د کرکې د حالت د پياوړتیا په هڅه کې شو څو وتوانیږو،ددغه سپيرعادت د پریښودو په لورګامو پورته کړو.همداراز باید د نورو په ارزښت،عزت او احترام باندې فکر وکړو،څو په آسانۍ سره د هغه د خرابولو په لور ګامو پورته نشي. د اسلام پاک دین د یوه مومن عزت اوحرمت له کعبې او حتی له قرآنه هم لا لوي بللی دی او له دغه شان ارزښت باندې په پوهیدا سره هیڅوک باید ځان ته اجازت ورنکړي،د نورو د عزت پر حریم تیری وکړي.د نورو پر چلند اوښه نیّت او ښه کارونو باندې د ښه نیّت پیاوړتیا ددغې نابودونکي ناروغۍ ددرملنې لپاره ښه اوغوره لاره ده.
https://iqna.ir/en/news/3490272