IQNA

په پولینډ کې د یوۀ کارټون په خپریدا صهیونیسټان سخت غوسه شوي

15:42 - October 17, 2024
د خبر لمبر: 3490021
ایکنا –د یوه کارټون په پلاونې او خپرونې کې د پولینډ د یوه سیاسی ګوند اقدام په ځان پسې د صهیونیسټانو سخته غوسه درلودلې ده.

ایکنانیوز د صدی البلد له قوله راپور راکړ، په پولینډ کې رازم  سیاسی  ګوندد لویدیځي آسیا یا هماغه مینځني ختیځ سیمې د  هیوادونو  په باب د صهیونیسټ رژيم  د نیّتونو په ایشوا کیدا د مشتملو کارټونونو له خپریدا وروسته په صهیونیسټانو کې سخته غوسه راپاریدلې ده.

د پولینډ دغه سیاسی ګوند په ایکس ټولنیز  چینل کې یوشمیر کارټونونه خپرۀ کړي دي چې  په هغو کې اسرائيل  د ستورو  د جنګ په فیلم کې د ؛ډارث ویډر؛ شیطاني شخصیّت په توګه بریښوي.

دغه کارټون دغه شیطاني شخصیّت په داسې حال کې بریښوي چې  یوه  بشپړ سیاره الوزوي او اعلان کوي چې  مونږ یولړ پوځي عملیات ترسره کړی دی چې  دترهه ګرو پوځي بیخ بینائيو ته محدود شوي دي.

رازم  په پولینډ کې یو سیاسی ګوند دی چې د مینځ پلوه کیڼ پال ائيتلاف  چې په تیر دسمبر کې په پولینډ کې قدرت ته رسیدلی ، ملاتړ کوي.

دغه ګوند د اسرائيلو نیواکګر پوځ  د فلسطینیانو په ضد په نسل وژنې تورنوي او په همدا وروستیو کې  ئې وئيلي دي چې د اسرائيلو  او فلسطین د جنګ علت  د ۱۹۴۸کال نکبت دی، ځکه اسرائيلو په هغه مهال کې ؛قومي پاکونه ؛ترسره کړه.

د پولینډ دغه ګوند همداراز وئيلي دي،اسرائيلي عسکرو په ۱۹۴۸کال کې د ۱۳ ښځو او ماشومانو  اوسړیو بشمول د لسګونو زرو خلکو بې احترامي کړې  او په بې دردئ او بوږنونکي ډول ئې وژلی دي.

په پولینډ کې د صهیونیسټ رزیم سفیر یاکوف لونا  ددغې موضوع په غبرګون کې  ووئيل،په دې چې  دپولینډ په پارلیمان کې  دیوه ګوند ددسیسې شاهد یوو، ډير خپه یوو،سیاسی پیغامونه باید  له پرَدیو د ویرې  او له یهودیانو سره د مبارزې لرونکي نه وي.

https://iqna.ir/fa/news/4242849  

captcha