IQNA

الازهر؛د فلسططن د مقاومت شهیدان د وطن د دفاع مبارزان دي

13:36 - October 19, 2024
د خبر لمبر: 3490026
ایکنا -   د الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د صهونیسټي رژيم له خوا د فلسطینیو شهیدانو په ترهه ګر بللو سره په مخالفت سره اعلان کړی دی، د فلسطین دم قاومت قهرمان شهیدان د خپل وطن او خاورې ددفاع مبارزان دي.

ایکنانیوز د القدس العربی له قوله راپور  ورکړی،  د الازهر اسلامی مرکز  د حماس د سیاسی دفتر د  مشر یحیی السنوار په ترور مشتمل د صهیونیستي رژيم د پوځ له اعلانه څو ساعته وروسته په ایکس ټولنیز چینل د یوې اعلامیې په صادرولو سره وئيلي دي،د فلسطین د مقاومت شهیدان د حق هغه واقعي مبارزان دي چې خپل دښمن ئې لالهانده کړی او  ددښمنانو په زړونو کې ئې ویره ووحشت خور کړی دی.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي، دښمن هڅه کوي، په دروغو او دوکو سره د مقاومت شهیدان ترهه ګر معرفي کړي، دا په  داسې حال کې دي چې د مقاومت  مبارزان  د خپل وطن او خاورې دفاع کونک ي دي اوخداوندمتعال  دوي  د خپل آرمان  او خاورې  ددفاع  او دغه راز د دښمن د تیریو او دسیسو د شنډولو په لاره کې  شهیدان  ګرځوي.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،باید د صهیونیسټي رژيم رسندوئي دروغ  او د مونږد ځوانانو او بچیانو په ذهنونو کې  د فلسطین دمقاومت د حیثیّت د تحریفولو لپاره د دوي هڅې  او د مجاهدینواو مبارزانو ترهه ګر بلل  شند او دوکې وبلل شي.

د الازهر  اسلامی مرکز  په دغې اعلامیې کې دغه راز روښانه کړې ده ، دغه شهیدانو خپل ژوند  د دښمن دتیریو او فساد د له مینځّه وړلو او  د خپل آرمان او خاورې    ددفاع  او دغه راز دعربو او مسلمانو هیوادنو د آرمان او حیثیّت په دفاع کې  قربان کړی دی. مقاومت او له خپلې خاورې ،وطن او آرمان څخه  دفاع  او ددوي لپاره  د ژوند قربانول یو بې مخینې ویاړ  دی .

https://iqna.ir/fa/news/4242973 

captcha