IQNA

د دوبئ د شیخه هند بنت مکتوب د قرآنی سیالیو د نامو د ثبتولو جزیات اعلان شول

14:40 - October 19, 2024
د خبر لمبر: 3490029
ایکنا – د دوبئ د شخیه هند بنت مکتوم د قرآن د سیالیو د پنځه ویشتم پړاؤ د نامو ثبتولو جزیات اعلان شول. دغه سیالۍ په متحده عربی اماراتو کې ددیره کسانو اوددغه هیواد ښاریزو ته ځانګړي دي.

ایکنانیوز د امارات الیوم  له قوله راپور راکوي،د دوبئ د قرآن نړیوالې جایزې فاؤنډیشن په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د شیخه هند بنت مکتوب  دقرآن په سیالیو کې  کډونکونکی  د نومبر له  لومړۍ نیټې  نامې ثبتولی شي.

دغه سیالۍ په شپږو برخو کې ترسره کیږي چې  په هغو کې د تجوید سره یو ځای دټول قرآن کریم حفظ، دوهمه برخه له تجوید سره یو ځاي  دقرآن کریم پرله پسې شلو سپارو حفظ،دریمه برخه د د لسو سپارو حفظ، څلورمه  برخه له تجویز سره یو ځای د قرآن کریم پرله پسې  د پنځو سپارو حفظ .دغه برخه یوازې د اماراتو ښاریزو ته بیله ده . او په پنځمې برخې کې په اماراتو کې ددیره وګړو لپاره د پرله پسې پنځو سپارو حفظ، په دې شرط چې  د هغوي مرونه له  لسو کلونو زیات نه وي او په ترټولو وروستۍ برخې کې  له تجوید  سره یو ځاي د قرآن کریم پرله پسې د درو سپارو حفظ کول دي او دا دهغو کسانو لپاره دي چې  دهغوی  عمرونه له لسو کلونو زیات  نه دي، وروستۍ برخه هم  یوازې د اماراتو د ښاریزو لپاره  ده.

 په دغې سیالۍ کې  ګډون کونکي کسان باید  د نامو د ثبتولو په وخت  له پنځویشتو کلونو زیات عمر ونه لري ، همداراز  باید د دوبئ د قرآن کریم دنړیوالې جایزې  یا د شیخه فاطمه بنت مبارک  قرآن  نړیوالو سیالیو پشمول  په نورو نړیوالو سیالیو کې ئې  ګډون نه وي کړی .

ددغې  جایزې رسمي ویندوي او د ترسره کونکي کمیټې یوه غړي احمد الزاهد  ددغو سیالیو د ترسره کیدا هدف  د قرآن کریم د حافظانو  هڅول  او همداراز   د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ددوي تیارول  دی هغه همدرااز  له دغو سیالیو د اماراتو  د واکوالانو   له براخ ملاتړ او له اماراتی ښاریزو او  په متحده عرب اماراتو کې دیره دنورو هیوادونو د وګړو  څخه د ښځو اوسړیو حافظانو پر شتون ټينګار کول دي.

د یادولو ده چې  تیر کال هم  ددغو سیالیو په څلورویشتم پړاؤ  کې  له درست اماراتو څخه  ۵۱ ښځو او ۴۰ سړیو حافظانو   ګډون درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4243140/

captcha