IQNA

عثمان طه د قرآن د کتابت لپاره د یمن هنرمند ته مجوز ورکړ

15:45 - October 21, 2024
د خبر لمبر: 3490039
ایکنا – د یمن  یو خطاط حسن البکولي په اسلامی نړۍ کې د قرآن د  مشهور  کاتب او خطاط  عثمان طه له خوا د قرآن کریم د  کتابت مجوز یا اجازت نامې د ترلاسه کولو خبر ورکړ.

ایکنانیوز د المشهدالیمني له قوله راپو راکوي، حسن البکولي ووئيل،د قرآڼ له مشهور کاتب عثمان طه سره ئې په عربستان کې کتلي  او له دغې کتنې وروسته  ئې هغه ته اجازت ورکړی چې البکولي  قران کتابت کړي، په دې شرط چې د ټول قرآن کریم کتابت وشي.

د یمن  دغه خوشنویس او خطاط په ایکس ټولنیز چینل کې له عثمان طه سره د خپل عکس په خپرولو سره  وئيلي دي، هغه ترټولو  مهم مطلبونه چې عثمان طه په دغې کتنې کې  ماته وئيلي دي له تاسو سره هم شریکوم .

عثمان طه  راته ووئيل؛  دخط ښکلا زیاته کړه او  د خط د ښکلا کبر اوغرور  ختم کړه.عثمان طه ۱۴ ځله  د قرآن کریم کتابت کړی دی

عثمان طه په دغې کتنې کې ووئيل،  له خپل ښي لاس اوسترګو پرته ټول بدن مو کمزوری شوی دی،خو په دغودوو غړو سره هماغه شان  احساسوم  اوه کلن یم. هغه راته ووئيل،  تا ته دقرآن کریم د کتابت اجازت درکوم ، په دې شرط  چې د ټول قرآن کتابت  وکړې. ډير ښکلی خط لرې  او روښانه راتلونکی ستا په انتظار دی .

شیخ عثمان حسین طه د قرآن کریم  یو ډير مشهور کاتب دی چې  د هغه په وسیله کتابت شوی قرآن څو لسیزې کیږي، چې د ایران په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې چاپیږي  اوبې شکه  د قرآن کریم  ددغه کاتب په  خط سره  په وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات قرآن کریم چآپ شوی دی.

 هغه په ۱۹۳۴کال کې د سورئې په ښار حلب کې پيداشوی  او خپلې پوهنتوني زده کړې ئې په دمشق کې پاي ته رسولي دي.د عثمان طه کتابت شوی قرآن کریم  په عربستان کې د ملک فهد  قرآن کریم چاپ او نشر د کمپلیکس له  خوا  چاپ شوی دی او اوس په درستې نړۍ کې د مسلمانانو په لاس کې دی.

https://iqna.ir/fa/news/4243354  

captcha