IQNA

په کشمیر او فلسطین کې د مقاومت په ضد د؛هندوـصهیونزم د ملګرتیا زیاتیدا

10:38 - October 24, 2024
د خبر لمبر: 3490053
ایکنا - د سیاسی مسئلو شناندي او کارپوهان په دې اند دي چې په کشمیر او د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د مسلمانانو له مقاومت سره د مقابلې لپاره صهیونیسټان او پر هند  واکمن هندوي حکومت له یوه بل سره ملګرتیا کوي.

ایکنانیوز د پاکستان وایس خبری سایټ له قوله  راپور راکوي، سیاسی کارپوهان او شناندي په جمو اوکمشیر او فلسطین کې د نیواکګرۍ د سټراټژیو د پرمخ بیولو په لړ کې د صهیونیسټي رژيم او د هندوستان د مخ په وده  ملګرتیا باندې ټينګار کوي.

 د کشمیر د رسندوئي ادارې د راپور په اساس،  دوي ادعا کوي چې په فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم  داستفادې وړ تاکتیکونه.په نیواکي جمو او کشمیر کې د هندي حکومت په وسیله په زیاتیدونکي بڼه  منعکس کیږي.

دغه تحلیلګران وائي،چې هم اسرائيل او هم هندوستان د خلکو په ضد د ډول ډول ورته تاؤتریخوالي اعمالوي.

کارپيژاندي وائي چې هنداو اسرائيل د یوه ځپونکي رژيم د سکې دوه مخونه دي.

د کشمیریانو او فلسطینیانو  دوه ملتونه ، څه دپاسه اوه لسیزې کیږي، چې د خپلې روا آزادۍ لپاره  جنګیږي. دوي هماغه راز  د خپل  هغه برخلیک د ټاکلو د حق غوښته کوي چې د ملګروملتو له خوا په رسمیّت پيژندل   شوې ده.

دوي له نړیوالې ټولنې غوښتي دي څو د جمو اوکشمیر  او د فلسطین  له خلکو سره د مرستې او د دوي د طبیعي حق د تحقق لپاره دې هڅې زیاتې کړي.

څارونکي خبرداری ورکوي چې نړیواله سوله او ثبات د کشمیر اوفلسطین د شخړو لهحل سره ډيره نزدې ارتباط لري.

پر دې سربیره د اسرائيلو اوهندوستان ترمینځ نزدې پوځي مشارکت  د نړیوالې سولې او د بشریّت لپاره یو لوي ګواښ دی.ځکه چې دواړه په ښکاره پخپلو حدودو کې د نړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزي  کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4243845

  

captcha