ایکنانیوز د ارم نیوز له قوله راپور راکړ، د مصر آن چینل رسمي ویب پاڼې پخپل ایکس ټولنیز چینل کې د مصر د مهشور موسیقار یا سندرغاړي مدحت صالح څخه د هغه له وړکوالي پړاؤ سره اړونده یوه ویډیوئي کلیپ خپور کړی چې ښئ هغه له دې وروسته چې د ؛قرآنی ربی؛ په نامې سره د قرآن په یوې سیالۍ کې لومړی مقام وګټي ، د قرآن کریم تلاؤت کوي.
مدحت صالح په دغې ویډیو کې د حشر مبارکې سورې یو شمیر آیتونه د مصر د یوه مشهور قاري شیخ محمود خلیل الحصري په سټایل سره په ډير سم او په زړه پورې تجوید او ښکلا سره تلاؤت کوي.
مدحت صالح له دې مخکې ددغې ویډیو په باب خپلو مطبوعاتو خبرو کې وئيلي وو چې قرآن کریم هغه مهال چې ډير واړونکی ؤ ، په مکتب خانو کې ئې زده کړی او دهغه وخت له شیخانو ئې قرآن حفظ کړی دی. هغه همداراز دعربی خوشخطۍ،تزئيناتو او د باسکټبال،لمبو وهلو او والیبال په څير په مختلفو سپورټې لوبې هم په مکتبونو کې زده کړي دي.
هغه وائي په غه مهال کې مکتب خانې د یوه ښونځي په شان وې چې ماشومانو پکې په یوشان سره روزنې کتلې او هغې برخې ئې د ماشومانو ډيرې لوئې شخصیتي ځانګړنې جوړولې.
مدحت صالح ددې خبرې په کولو سره چې د هغه پلار له دې چې هغه موسیقار او سندرعاړی شي، هیله درلوده چې د قرآن قاري شي، ووئيل؛ له ماشوموالي د عبدالباسط عبدالصمد او مصطفی اسماعیل په شان د قاریانو د غږعاشق دی او شیخ محمود خلیل الحصري هم د هغه د معنوي پلار په شان دی.
په دوام کې ددغه مشهور مصري سندرغاړي د ماشوموالي د وخت د قرآن کریم د قرائت یوه ويډیو ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي ،هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.