IQNA

په غزې کې د قرآن یو حافظ فلسطینی ډاکټر هم شهید شو

13:44 - October 26, 2024
د خبر لمبر: 3490061
ایکنا – فلسطینیو سرچینو د غزې د اسلامی پوهنتون د نرسینګ پوهنځي مشراو ددغې سیمې د ټول قرآن کریم د یوه حافظ  اشرف الجدي د شهادت خبر ورکړ.   

ایکنانیوز د عربی ۲۱ خبری سایټ له قوله راپور راکړ، دغزې د اسلامی پوهنتون د نرسینګ پوهنځي مشر اشرف الجديد لړم د میاشتې په دریمه پنجشنبې ورځې  په نصیرات کیمپ کې د کډوالو په ښونځي د وحشی صهیونیسآنو په بمبارۍ کې شیهد شو.

اشرف الجدي  یو علمي شخصیّت او په غزې تړانګې کې د عمومي روغتیا د حوزې یو پوهاند ؤ چې   په عربي او بهرنیو پوهنتونونو کې ئې  دروغتیائي څيړنو ارزونې او قضاؤت  او همداراز د امریکا په خپرونې  «Near Sing Open»   کې د څيړنو ارزونې د هغه په علمي فعالیتونو کې شامل دی.

شهید الجدي د طبي حوزې پرفعالیتون وسربیره په غزې تړانګې کې دقرآن کریم  یو حافظ هم ؤ چې  په غزې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم  له حملې مخکې ئې ددغې سیمې د صفوةالحفاظ(غوره حافظانو) په قرآني  طرحې کې ګډون هم وکړ.

د ټولنیزو چینلونو کارؤنکو  په صفوة الحفاظ ؛نومې قرآنی طرحې کې چې په غزې تړانګې د صهیونیسټي رژيم له وحشي ډوله تیریو کابو دوه میاشتې  مخکې ترسره شوې وې ، ددغه شهید د شتون انځورونه شیئر کړي دي.

شهادت پزشک فلسطینی حافظ قرآن در غزه

https://iqna.ir/fa/news/4244202

captcha