ایکنانیوز د المصری الیوم خبری سایټ له قوله راپورراکړ، سیالیو د ترسره کونکي عالی کمیټې د پورټ سعید د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو او ددینی مداحۍ د اوم پړاؤ مقدماتی مرحلې لومړنۍ برخه په دغو سیالیو کې د مصر د نمایندګانو د ټاکلو په موخې سره ترسره شوه.
ددغو سیالیو عمومي څارونکي او اجرائۍ مدیر عادل مصیلحي په دغې باب ووئيل، د سیالۍ په دغې مرحلې کې ۳۴۷۰ ګډون کونکو خپل غږیز فایلونه چې د تواشیح او او مداحۍ په دوو روایتونو سره د ټول قرآن کریم د حفظ ، د ښو آوازونو او د زلمیانو په څانګو کې وو، د سیالیو ځانګړي الیکټرانیک پوسټ ته ورلیږدول.
هغه ووئيل، ددغو سیالیو قاضیان د الازهر د مصحف د بیا کتنې د کمیټې مشر عبدالکریم صالح،دمصر یو مهشورقاري عبدالفتاح طاروطي، د مصر د آپرای موسیقۍ د ډلې مشر حسام صقر او د مصر یو غوره مداح احمدعبداه دي چې د نومبر له لومړۍ نیتې تر شلمې نیتې پورې د مقدماتي بخرې د لومړنۍ مرحلې د سیالۍ کونکو اجرائي ارزونې کوي.
عادل مصیلحي روښانه کړه،ددغو سیالیو د مقدماتي مرحلې په دوهمې برخې کې چې د نومبر له شلمې تر ۲۲ پورې به دوام ولري،څلور سوه پنځوس ګډون کونکي به د قاضیانو د کمیتې په وړاندې خپله اجرا وړاندې کړي.
ددغه راپور په اساس د مصر د پورټ سعید د قرآن نړیوالو سیالیو اتم پړاؤ به د روان لمریز کال په سلواغې میاشتې کې د نړۍ د اویاؤ هیواددونو د نمایندګانو او دشیخ محمد صدیق مشاوي په نامې سره ترسره شي.