IQNA

پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه

16:36 - October 28, 2024
د خبر لمبر: 3490074
ایکنا -   د صهیونیسټي  بندیانو یو شمیر کورنیو د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  د لومړي وزیر د وینا دستورې ترینګلي کړې  او پر هغه ئې حمله وکړه.

 ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور را کړی، د صهیونیسټ رژیم  لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو پرون  د  طوفان الاقصی  عملیاتو د اسرائيلی وژل شوو  کسانو په مناسبت په یولړ دستورو کې د خپلې وینا په پیل کې  ددغو کسانو د کورنیو له سخت اعتراض سره مخ شو.

د صهیونیسټي بندیانو کورنیو په دې باندې په اندیښنې سره چې نتنیاهو  د سولې په موافقې پسې نه دی، ووئيل؛ یوکال تیر شو،خو ولې دې بندیان راستانه نه کړئ شول::::

د صهیونیسټي رژيم د اپوزیشن  رهبر یائیر لاپیډ په اسرائيلو کې د امنیت په ټينګیدا کې د نتنیاهو د کابینې  په کړچار  په سختو نیوکو سره  ووئيل، واټونو ته دامنیت د بیرته ستنولو او د نظم دټينګولو وخت رارسیدلی دی  او  هغه وخت دی چې یو کس مسئول وي. د لاپیډ اشاره  دموساد  له مرکز سره نزدې د بسونو له تمځاي سره نزدې په یوه ټرک سره د یو شمیر صهیونیسټي پوځيانو باندې  حملې  ته  وه چې د تل ابیب په شمال کې  پيښه شوې ده او لږترلږه پکې  پنځه صهیونیسټي پوځیان هلاک او پنځوس نور پوځیان ټپیان شوي دي.

پر نتنیاهود صهیونسټانو سخت ټکونه،له ځانه وشرمیږه

د صهیونیسټي رژیم  د دولسم چینل   هم راپور ورکړی دی،یوازې په تیرې یوې اونۍ کې  د غزې تړانګې  او لبنان  په نښتو کې ددغه رژيم د پوځ ۲۲ پوځيان هلاک شوي دي.

https://www.irna.ir/news/85641262

captcha