IQNA

د روسیې په ولادیمیر ښونځیو کې حجاب او سکارف ممنوع شوی

6:38 - October 30, 2024
د خبر لمبر: 3490084
ایکنا - د روسیې د ولادیمیر ښار چارواکو انجونې زده کونکې په ښونځیو کې د حجاب اوسکارف له اچولو منع کړي دي.

 

ایکنانیوز د agenbrilink له قوله راپور راکړ، د روسیې د ولادیمیر ښار چارواکو  دتیرې اونۍ په سه شنبې ورځې په ښونځیو کې د انجونو دستر اوسکارف  دممنوعیّت قانون  صادر کړی دی. ددغه قانون په سبب، انجونې زده کونکې په ښونځي  او زده کړې په موسیسو کې د شتون په وخت له هغو قالیو او وسایلو څخه چې   د حجاب او سکارف پشمول د دوي د دیني اړوندوالو  ښودنه کوي، استفاده نشي کولی.

د روسیې دولادیمیر  سیمې د ښونې اوروزنې  وزارت  په یوې اعلامیې کې  چې د لړم د میاشتې  په پنځمه نیټه ئې  ځپره کړې ده ، وئیلي دي دغه ممنوعیّت  د زده کونکو د حقوقو  خلاف ورزۍ سبب نه کیږي، ځکه د روسیې اساسی قانون روښانه کړې ده ، چې  دغه هیواد یو سیکولر  او له رسمي دین پرته یو هیواد د ی.

 دغه  وزارت په دغې اعلامیې کې وئيلي  دي ، د زده کونکو  انجونو لپاره د ښونځي د یونیفورم  پوښښ ته پابندي، د دوي له دینه ورآخوا ،  دحکومتی تعلیمي ادارو سیکولر ماهیّت  او همدرااز ددیني پلویتوب  د ساتنې ماهیّت  تضمین کوي.

 د روسیې د ځاي رسندویو  داعلان په اساس،ولادیمیر سیمه  په روسیې کې  لومړنۍ سیمه ده چې ذ په ښونځیو کې ئې  دججاب او سکارف اچول  منع کړي دي.

په ۲۰۱۵کال کې  د روسیې سترې محکمې ، د مورودویا جمهوریت په ښونځیو کې  دحجاب او سکارف ممنوعیّت  تائيد کړی چې  دغه اقدام پخپل ډول کې  یو لومړنی قانوني مخینه لرونکی اقدام دی .

https://iqna.ir/fa/news/4244994  

 

captcha