ایکنانیوز د السومریهّ له قوله راپور راکوي، د نجف اشرف د جمعې لمانځه د امام ددفتر په ټلیګرام چینل کې د خپرې شوي خبرتیا په اساس،د حجة الاسلام صدر الدین قبانچي پر کور د چارشنبې په سهار وختي د ناپيژاندو کسانو له خوا د راکټ حمله شوې ده.
ناپيژاندو کسانو په نجف اشرف کې په الغدیر کوڅې کې واقع د جمعې لمانځه د امام کور باندې دراکټ لانچر او ورسره ډزې شوي او لاسي بمونو څخه هم استفاده شوې ده او وئيل کیږي، چې د جمعې لمانځه د امام یو ساتونکی پکې ټپي شوی دی.
ددغه ناځوانمردانه برید ویډیو ایکنانیوز ترلاسه کړې او ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.