IQNA

د اپوټه مهاجرت زیاتیدا؛د نتنیاهو د کابینې د جنګ غواړي خوي نتیجه (مقاله)

13:38 - November 02, 2024
د خبر لمبر: 3490096
ایکنا - په تیرو کابو اتو لسیزو کې د صهیونیسټ رژیم یو ترټولو مهم مشکل په ولس کې د ریښو نه شتون دی.د نفوسو یا آبادۍ د مشکل دجبرانولو لپاره صهیونیسټ رژیم ددرستې نړۍ یهودیان نیواکي ټاتوبو ته مهاجرت ته هڅولی دي. امنیت او هوساینه دوې وعدې دی چې صهیونیسټانو  نیواکي ټاټوبو تهد مهاجرت لپاره په درستې نړۍ کې یهودیانو ته ورکړي دي .

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړی،د اسرائیلو ۱۲ټيلیویژنی  چینل  راپور ورکړی، د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیات سبب شوي دي ، لازیات صهیونیسټان  په اسرائيلو باندې خپل اعتماد له لاسه ورکړي او نیواکي فلسطین  دژوند لپاره یو امن ځاي نه ګڼي.

اساسا په تیرو کابو اتو لسیزو کې د صهیونیسټ رژیم یو ترټولو مهم مشکل  په ولس کې د ریښو نه شتون دی.د نفوسو یا آبادۍ د مشکل دجبرانولو لپاره  صهیونیسټ رژیم  ددرستې نړۍ یهودیان  نیواکي ټاتوبو ته مهاجرت ته  هڅولی دي.  امنیت او هوساینه  دوې وعدې دی چې صهیونیسټانو  نیواکي ټاټوبو ته د مهاجرت لپاره  په درستې نړۍ کې یهودیانو ته ورکړي دي .

 په راپور کې وئيل شو ي دي ،تل د جنګ او ناامنئ  مشکل سبب شوی  چې د هغې آبادۍ زیاتره برخه چې په نیواکي ټاټوبو کې دیره  شوې ،هغو هیوادونو ته دبیرته ستنیدا په فکر کې  دی چې  له هغه  ځایه ئې نیواکي ټاټوبو ته مهاجرت کړی دی.

په تیر یوه کال کې د غزې تړانګې د خلکو په ضد او په تیرې یوې میاشتې کې  د  لبنان په ضد د صهیونیسټي رژیم  په نسل وژنې سره د امنیت او هوساینې خوب له مینځه تللی  ،ځکه چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غبرګون کې په فلسطین اولبنان کې مقاومتي ډلو هم د نیواکي   ټاټوبو په ضد دوامدارې حملې  جاري ساتلی دي  چې  د پراخو ناکرایو  سبب شوي  او هماغه شان په زیاتیدا دي.

پر دې اساس، د اسرائيلو جعلي رژيم  د اتیا کلنۍ په درشل کې،له مقاومتي ډلو ټپلو سره د صهیونیسټي رژيم د بیابیا  جنګونو په دلیل  له نیواکي ټاټوبو څخه  د اپوټه مهاجرت زیاته برخه ده.

 هغه ناکراري  چې   د صهیونیسټي رژيم د دوامدارو بلاغوښتنو او جنګ غوښتنو د زیاتیدا له امله ئې پر نیواکي ټاټوبوسیوری غوړولی دی ،  له خپلې خوا هره ورځ  د تیر وخت په نسبت لازیاتې اغیزې شیندي. په تیر یوه کال کې  او د تیر کال د اکتوبر  له اومې  عملیاتو ورسوته ،کابو نیم میلیون صهیونیسټانو له نیواکي ټاټوبو پښې سپکې کړې  او تللي دي.

په حقیقت کې  په یوۀ وخت  له غزې تړانګې سره په  ګاونډ کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو په خالی کیدا سره، کابو دوه لکه صهیونیسټانو هم  د لبنان په شاخوا پولو کې  خپل ښارګوټي پریښودل او په تل ابیب او دنیواکي ټاټوبو  نورو  مرکزي سیمو ته  کډه په سر شوي دي.

د یروشلم پوسټ  عبری ژبې ورځپاڼې  په یوه راپور کې منلې ده چې صهیونیسټي رژيم  د اپوټه مهاجرت دترټولو لوئې بې مخینې  څپې  شاهد دی   او د روان کال په لومړنیو اوو میاشتو کې ۴۰زره شپږ سوه  کسانو  له نیواکي ټاټوبو پښې سپکې  کړي دي . دغه احصائې  په هره  میاشت کې  په هره میاشت کې  د ۲ زره  شپږ سوه کسانو برابرې دي.

یروشلم پُسټ  په دوام کې لیکلي دي ، هغه کسان چې اپوټه مهاجرت ته ئې مخه کړې ده، له ځان سره  پوهنتوني مدرکونه  او د کارکسب  مهارتونه هم وړي. 

په عین حال کې په اوسني وخت کې دیهودي اغیزشیندونکي مرکز  د جامعې نظر سنجۍ  نتیجې د اسرائیلي ټولنې   لاپیچلی انځور بریښوي. چې دمګړئ  له نیواکي ټآتوبو څخه بهر ته کابو ۲۹فیصدي وګړي،د مهاجرت په فکر دي.

باید ووئيل شي ، که څه هم  د صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر نتنیاهو او دهغه د افراطي کابینې  غړو، په پراخو تبلیغاتو سره ،ځان  د غزې  په ضد د یوه کلن جنګ  او د لبنان په ضد دروان جنګ  ګټونکی معرفي کوي. خو  اجتماعي واقعیّتونه  په خاص اندازه سره ښئ چې دغه جنګ د صهیونیسټ رژيم لپاره ډ ير زیات لګښتونه درلودلي دي چې د اپوټه مهاجرت  د زیاتیدا په څير لګښتونو یوه برخه ئې رابرسیره کړې ده او   ددغو اړخونو نوره برخې  به هم له جنګه  په وروسته پړاؤ کې  ولیدل شي.

https://parstoday.ir/fa/west_of_asia-i3520- 

captcha