ایکنانیوز د رهبرس د دفتر د رسندوئي برخې له قوله راپور راکوي،د اسلامي انقلاب معظم رهبر د امريکا له ظلم او ډیر غوښتنو سره د ايران د ملت د لږ تر لږه اويا کلنۍ مبارزې د بنيادي علتونو په بيانولو سره ټینګار وکړ؛ په دې بریالۍ لاره کښې به صهيونېسټ رژيم او امريکا ته د ایران د ملت پر ضد هر ډول اقدام ته پریکنده غاښ ماتونکې ځواب ورکړل شي
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت امام خامنه ای همداراز له استکبار سره د مقابلې د څرنګوالي په هکله د یوه محصل وړاندیز ته په اشارې سره وویل: هر څوک باید په دې پوه شي چې په دې مبارزه کښې د ایران د ملت لپاره هر ضروری پوځي، تجهیزاتي او سیاسي اقدام ترسره شي او مسولان همدااوس په دغه ډول کارونو بوخت د ي .
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر له استکبار سره د ایراني ملت مبارزه دایمي ، دوامداره او د ایراني ملت د ژوند په متن کې وبلله او زیاته یی کړه د نړیوال استکبار او د اوسنی نړیوال نظام د حاکم جنایتکار نظام په مقابل کښې د ایران د ملت او چارواکو عمومی خوځښت ، منطقي حرکت او د دین، شریعت او اخلاقو او نړیوالو قوانینو سره سم دی او ملت او چارواکي به په دې برخه کې هیڅ ډول ځنډ او لټي ونه کړي.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د لوېدیځ د کلتور او تمدن او د امریکا د اقداماتوپرضد او له مظلومو هېوادونو او ولسونو دفاع د امریکا د محصلینو د زیاتو علمي ټولنوبیانیه له استکبار سره د مبارزې د حرکت د بري او پرمختګ بله نښه وبلله او زیاته ئې کړه: دا مبارزه به ورځ تر بلې پراخه شي او د ایران ملت او مظلوم ملتونه او د مقاومت جبهه به هم په پریکنده توګه پرمختګ وکړي .
حضرت ایت الله خامنه ای په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم بوږنونکي جنایتونه او د پنځوسو زرو کسانو وژل چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دی او په لبنان کښې اوسنۍ غمیزې چې دغه ټول د امریکا د سیاسي ، جوت تسلیحاتي او شرمونکي ګډون او ملاتړ سره کیږی د هغو د بشری حقوقو د ادعاګانو د رسوائۍ سبب وبلله او زیاته ئې کړه ؛ نن سبا نړۍ په دې پوهه شوې ده چې د بشری حقوقو جنایتکار مدعیان چې د حسن نصرالله، اسماعیل هّنیه او قاسم سلیمانی په شان ستر انسانان ترهګر بولی، پخپله ترهګر او جنایتکار چینلونه دي .
امام خامنه ای د نړۍ په عامه افکارو کښې د سلطې د نظام د رسندویو له پراخو هلوځلو سره سره د ایراني ملت قدرتمنۍ د اسلامی جمهوریت د کامیابې او منطقی مبارزې د اغیزمنتیا نښه وبلله او ویې ویل: له وعده صادق عملیاتو وروسته د مختلفو هېوادونو په کوڅو او واټونو کې خلک خوشحالۍ کوي یعنی د ایران د ملت حرکت د نړیوال منطق او البته د اسلامي او قرآني منطق له مخې منل شوی دی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په پاي کښې څرګنده کړه: د خدای په فضل سره به په دغه اسلامی او بشري حرکت سره د ایران ملت او د مقاومت جبهه به په نړۍ کښې خپل ځاي ومومي او دښمن ته به حتما ماتې ورکړی.