ایکنانیوز راپور راکوي، حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له محصیلینو او زده کونکو سره د زده کونکي د ملی ورځې په مناسبت د کتنې ترڅنګ د زلمیو هنرمندانو د آثارو د نندارتون کتنه هم وکړه چې د زلمیانو د هنر او زیار ئې ډيره ستاینه او قدرونه وکړه.
د اسلامی انقلاب په حضور کې د محصیلینوا و زده کونکو ددغې کتنې ترڅنګ چې د لړم په دولسمه نیټه شوې ،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ؛آخراشه؛ په پوښښ کې د ګډون کونکو زده کونکو دهنري آثارو کتنه وکړه او له یوشمیر زلمیو هنرمندانو سره ئې خبرې هم وکړې.
د؛آخراشه؛ په نامې سره کمپاین دغزې په بوږنونکو غمیزو د هنرمندو زده کونکو د مسئولیّت احساس او غبرګون ؤ. په دغه کمپاین کې څه دپاسه دوه زره زلمیو هنرمندانو په ډول ډول هنری څانګو کې ګډون درلود.