ایکنانیوز د ګارډین له قوله راپور راکړ، یوه ۲۸ کلنه مسلمانه میرمن بسمه آصف چې اصالتا د پاکسان د لاهور اوسیدونکې ده په صوبائي انتخاباتو کې په بریالیتوب او د آسټریلیا کوئينزلنډ پارلیمان ته په رسیدا سره تاریخ جوړونکې شوه.
هغه له خپل مور پلار سره په اته کلنۍ کې آسټریلیا ته مهاجره شوې ده. په پیل کې د هغې لپاره د انګریزي ژبې په زده کولو کې ډیرمشکل وو،خو دخپل ژوند له نوي چاپيریال سره د غږملتیا لپاره ئې ډيره هڅه وکړه.
هغه وائي،دمهاجرت په لومړنیو شپو ورځو کې راته یاد ده چې ډیره سربداله وم او نه پوهیدم چې بلاخره څه وکړم.
میرمن آصف د خپل ژوند په دوام کې دکوئينزلیند په پوهنتون کې د اقتصاد په څانګې کې ګریجویشن وکړ او په یووخت ئې ورسیره کار هم کاوه. هغې د بریزبن په شمال کې په ساندګیټ سیمې کې د کارګر ګوند له خوا په نمایندګۍ سره په پارلیماني انتخاباتو کې ګډون وکړ،دلته په هندي،اردو ، پنجابی او انګریزي ژبو باندې د هغې مسلط کیدا ورسره مرسته وکړه څو له راي ورکونکو سره په مختلفو مخینو سره ارتباط ټينګ کړي.
بسمه آصف په دوام کې وائي ،دا چې له ځینو راي ورکونکو سره د هغوي په ژبه خبرې وکړم ،قطعا ئې پرهغوي اغیزې شیندلی دي.هغه په دې اند ده چې په کوئينزلینډ پارلیمان کې له هیواده په بهر کې زیږیدلي ، رنګین پوستي،او د یوې ځوانې کاندیدې په توګه دهغې ګډون د هغو مهاجرانو په مرستې سره چې لاښه راتلونکي ته امید لري، ممکن شو.
میرمن آصف وائي ،زه او زما خاوند د سنډګیټ د ځينو برخو نماینده یوو چې په هغو کورنیو کې ډير ځوانان د ځاي په ځای کیدا په حال کې دي. هغه خپله بریا د ماډرن آسټریلیا څخه یو انعکاس ګڼي، یو داسې هیواد چې د مختلفو مخینو لرونکو وګړو په ملګرتیا سره ئې د لا ښه راتلونکي لپاره مشترکه مبارزې او هڅې کړي دي.
بسمه آصف د خپل هویّت په باب وائي، زه ځان مسلمان ګڼم او دین د ما لپاره مهم دی.
https://iqna.ir/fa/news/4246248