ایکنانیوز د العالم خبری چینل له قوله راپور راکړ، په عراق کې د ملګروملتو په پلاوي کې یوې خبرې سرچینې ووئيل، چې الحسان په ډيرو حساسو سیمه ایزواونړیوالو شرائطو په سیوري کې او دغه راز په عراق کې د داخلی سیاسی کشمکشونو او امنیتی تاؤتریخوالوا وګواښونو په اوج کې ددوشنبې په ورځې د یوه پلاوي په مشرۍ نجف ا شرف ته تللی اوله ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني سره کتنه او خبرې کړي دي.
هغه ټينګارکړی چې الحسان په دغې کتنې کې له ايت الله العظمی سید علی سیستاني سره په کتنې کې د هغه د دریځونو د معلومولو په موخې سره ځیني مهمې مسئلې او دوسیې مطرح کړې.
ددغې سرچینې په وینا،د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړي استازي دهغو خينو ترټولو مهمو مسئلو پهباب چې په عراق کې ملګری ملتونه ورباندې تمرکز لري، له هغه سره مطرح کړې او دهغو په باب ئې یو مفصل راپور هم وړاندې کړ.
https://iqna.ir/fa/news/4246257