ایکنانیوز د اسلامی فرهنګ او اسلامي ارتباطاتو د ادارې له قوله راپور راکوی، په دغو سیالیو کې چې په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري سلایارئ په ملګرتیا او د ایران د کلتور خونې په همت سره د مقاومت د شهیدانو په یاد کې په پنډئ ښار کې ترسره شوې ،دښاغلو او آغلو په دوو برخو کې له شپاړسو کلونو کم عمره او زیات عمره کسانو په دوو برخو کې په ولولې اوپرتم سره پخپلو کې سره سیالۍ وکړې.په دغو سیالیو کې نړیوالو قاضیانو په دقیقې ارزونې سره د هر برخې برلاسه کسان وپيژندل او په پاي کې ممتازو قاریانو ته نغد انعامونه او میډالونه هم ډالۍ شول.
په لومړنۍ برخې کې له لسو کلونو تر شپاړسو کلونو پورې زلمیانو قاریانو او حافظانو د قاضیانو او ګډون کونکو په شتون کې د خپل قرائت هنر نندارې ټه وړاندې کړ. په دوهمې برخې کې هم له شپاړسو تر دیرشو کلونو پورې ځوانو قاریانو اوحافظانو،د قرآن کریم دآیتونو تلاؤتونه وکړل . او د دستورو فضا ئې د خپلو په زړه پورې غږونو سره نوراني کړه. دعمر له پلوه دغه ویش ګډون کونکو ته دا امکان ورکړ څو خپلې توانمنۍ په مختلفو سویو کې نندارې ته وړاندې کړي.
له شپاړسو کلونو په زیات عمر لرونکو کسانو په برخې کې محمد سلمان وحید د لازیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړي مقام وګاټه، محمد داؤد په دوهم ځائيګي کې راغی او محمد شفیق هم دریم ځائيګی خپل کړ. له لسو ترشپاړس کلونو عمر لرونکو زلمیانو کې هم محمد حماد ترټولو غوره قاري په توګه وټاکل شو ، حذیفه په دوهم مقام کې او احمد رضا هم په دریم ځائيګي کې راغی. د میرمنو په برخې کې هم میرمن طاهره بتول لومړی مقام وګټلو، میرمن اسماء دوهمه شوه او میرمن حسینه زاهد هم دریم مقام خپل کړ.
مقاومت اسلامی د قرآڼ له ژورو تعلیمانو سرچینه اخستې ده.
د قرآن کریم د قرآئت د محفل په پاي کې ، د برلاسه قاریانو او قاضیانو او نورو ګډون کونکو ته هم دجایزو په ورکولو سره قدرونه اوستاینه وشوه.
ددغو قرآني سیالیو په څنډې کې، د فلسطین د خلکو د مظلومیّت د نمایش په موخې سره ددغه ټاټوپي د ستاینې او دغه راز د صهیونیسټي وحشي رژيم د انسان ضده جنایتونو د محکومت په باب د یوشمیر انځورونو نندارتون هم جوړ شو.