IQNA

د غزې تړانګې د خلکو عامه وژله د تصوَر او بیانولو وړ نه ده

18:29 - November 07, 2024
د خبر لمبر: 3490123
ایکنا – شیخ الازهر د استوانیا له ولسمشر سره په کتنې کې د په دغزې تړانګې کې د صهیونیسټانو دجنایتونو په محکومولوسره دغه وحشي ډوله جنایتونه د نه بیانولو او بې تصوّره وبلله.

ایکنانیوز دالیوم السبع له قوله راپور راکړ، د مصر شیخ الازهر  احمد الطیب  د استوانیا  لهولسمشر آلار کاریس سره په کتنې کې  د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او دغه راز د دمشترکه ملګرتیاؤ د پیاوړتیا په لارو  چارو بحث او د نظر تبادله وکړه.

هغه پخپلو څرګندونو کې ووئيل،د اسلام پیغام  په نړۍ کې د سولې او ثبات پراختیا ده  او دا هغه پیغام دی چې  الازهر  خپل دغه کړچار څه دپاسه زر کلونه کیږي، چې په همدې  اساس ئې درولی دی. الازهر دیني علوم او ژبې درس ورکوي  او د درستې نړۍ د مسلمانو ماشومانو کوربه دی څو وتوانیږي، هغه څه چې  له ارزښتونو ،ادبیاتو، سولې او وروولۍ ئې زده کړي وي،، پخپل هیواد کې خپره کړي.

شیخ الازهر  دې ته په اشارې سره چې  دغه اورګان له خوا دڅه دپاسه سلو هیوادونو  څه دپاسه شپیتو زرو زده کونکو ته زده کړې وړاندې کوي ،روښانه کړه،الازهر  تیار دی څو د استوانیا د مسلمانانو لپاره بورسیه ورکړي،تردې چې وتوانیږي ، د زده کړې لپاره له الازهر پوهنتون سره یو ځاي شي.

شیخ احمد الطیب  د غزې د مظلومو خلکو عامې وژلې ته په اشارې سره دصهیونیسټي رژيم جنایتونه د تصور وړ او بیانولو وړ ونه بلل او ټينګار ئې وکړ، زمونږ زړونه د ماشومانو،ښځو اوبوډاګانو او ځوانانو  په عامو وژلو  غمجن  او خپه دي . دوي هیڅکله هم کومه ګناه نه ده کړې، له دې پرته ې  پخپل وطن او ټاتوبی کې پر پاتیکیدا ټينګار کوي او له خپل ټاټوبي څخه له وتلو ډډه کوي.

شیخ الازهر  په دې په ټينګار سره چې  هغه جنګونه چې په مینځني ختیځ سیمې کې روان دي ، په اوکراین کې له جنګه جدا نه دي ،ووئيل؛ دغه جنګونه پر درستې نړۍ اغیزې شیندي او په ټولې دنیا کې د تاؤتریخوالي د زیاتیدا لامل کیږي.

هغه په غزې کې د صهیونیسټي رژيم د تیریو په محکومیّت کې د استوانیا ددریځ په قدرونې سره  او د ملګروملتو په عمومی اسمبلس کې د فلسطین هیواد د بشپړ غړیتوب  فیصلې ته ددغه هیواد دمثبتې  رائ  د ورکولو په قدرونې اوستاینې سره  ټينګار وکړ، دغه دریځ  دنړیوال عدالت او انساني  دوستۍ اصولو ته د استوانیا د ژمنتیا منعکس کونکی دی او  د فلسطینیانو له روا حقوقو څخه د نړیوالې ټولنې  ملاتړ ته امید زیاتوي.

captcha