IQNA

د انګلستان د قرآن د سیالیو د لومړی ګټونکي په زړه پورې تلاؤت(فیلم)

10:48 - November 10, 2024
د خبر لمبر: 3490133
ایکنا – د مصر یوه ځوان قاری  احمد السید الغیطاني د  انګلستان د ؛حبیب الرحمان؛ په قرآني سیالیو کې ئې لومړی مقام ګټلی، د هود سورې  د تلاؤت یو فیلم په ټولنیزو  چینلونو کې خپور شوی چې تود هرکلی ئې شوی دی.

ایکنانیوز راپور راکوي، د انګلستان د  حبیب الرحمن  قرآن سیالۍ ،چې د اکتوبر له ۳۱ نیتې  پیل شوي او د نومبر تر دریمې نیټې پورې ئې دوام درلود، د انګلستانا په باټلي کې  د آنلاین او حضوري بڼه ترسره شوې.
د قرائت په برخې کې د مصر ۲۳  کلن  قاری احمد السید الغیطاني  لومړی مقام وګاټه. الغیطاني  د مصر  ددمیاط ولایت اوسیدونکی دی. هغه توانیدلی دی، د اسپانیا،مراکش ،بریتانیا،انډونیشیا،الجزایر ، بنګله دیش  او پاکستان پشمول  له مختلفو هیوادونو څخه   په ډيرو زیاتو ګډون کونکو کې  لومړی ځائيګی وګټي.
هغه له دې مخکې هم د قرآن په سیالیو کې ډیرې جایزې ګټلي دي او د ۲۰۱۹ کال د مفاز په نړیوالو سیالیو کې  او دغهر از د ۲۰۲۰ کال د پورت سعید په نړیوالو سیالیو کې ئې لومړی مقام او د ۲۰۲۲کال د کتار په نړیوالو سیالیو کې دریم مقام ګټلی دی.
د احمد الغیطاني  د تلاؤت  یو ویډیوئي کلیب چې د هود سورې له شپاړسم تر اتلسم پورې آیتونو  ئې کړی ، ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي. وَحَبِطَ مَا صَنَعُوا فِيهَا وَبَاطِلٌ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ، أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِنْهُ وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ، وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أُولَئِكَ يُعْرَضُونَ عَلَى رَبِّهِمْ وَيَقُولُ الْأَشْهَادُ هَؤُلَاءِ الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى رَبِّهِمْ أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ:


 او هغه څه چې  هلته ئې ترسره کړي دي،ضائع شوي او هغه څه چې  ئې ترسره کول باطل او رد شوي دی،آیا هغه څوک چې د خپل پروردګار له خوا یو روښانه حجت دی او  د  خپلو خپلوانو له  هغه پیروکاری شاهد دي، او له هغه مخکې (هم) د موسی کتاب  راهبر او د رحمت زمینه وه( دروغ ئې وئيل) هغه کسان [چې د حقیقت په لټه کې دی] هغوی ته ورګرځي  او هرڅوک (له مخالفو)ډلو   وسره کفر کوي، اور او جهنم د  هغه وعده ده، پس په دې کې شک مه کوه  چې  هغه حق دی (او) د تا د پروردګار له (راغلی دی) خو  لازیات خلک باؤر نه کوي. او په دنیا کې  له هغو کسانو څخه چې  په خدای دروغ تړي ، لا زیات ستمکار څوک دی؟دوي د خپل خداي  په وړاندې حاضریږي او د (محشر ) ګواهان وائي؛دوي دي چې پر خداي ئې دروغ وتړل ، پوهه شئ  چې دعالم پرستمکارانو اوظالمانو دخداي لعنت وي.
(دا لړۍ دوام لري.
https://iqna.ir/fa/news/4246720

captcha