IQNA

د روسیې د قرآن په نړیوالو سیالیو کې ددوهم ځائيګی ګټونکي قطری حافظ په زړه پورې تلاؤت(فیلم)

10:30 - November 14, 2024
د خبر لمبر: 3490158
ایکنا -  د قطر د قرآن حافظ عبدالعزیز عبدالله علی الحمری په ماسکو کې د روسیې د قرآن د نړیولو سیالیو ددوویشتم پړاؤ د ټول قرآڼ د حفظ په څانګې کې دوهم مقام خپل کړی دی.

ایکنانیوز د الرایه له قوله راپور راکوي، دغه سیالۍ د روسیې فیډریشن د مسلمانانو ددیني ادارې په همت او د نړۍ د ۳۲هیوادونو دنمایندګانو په ګډون سره ترسره شوې او په دغو سیالیو کې د قطر نماینده عبدالعزیز عبدالله  علی الحمری  دټول قرآن د حفظ په څانګې دوهم مقام خپل کړ.
د قرآن د سیالیو مسئول، د قطر د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت مسئول شیخ جاسم بن محمد بن ثاني پردغو سیالیو څارنه درلوده. د سیالیو په دغه پړاؤ کې د لیبیا صهیب محمد عبدالکریم جبراییل،د قطر عبدالله علی الحمری او د یمن یحیی سعید سلطان په ترتیب سره اول تر دریم پورې ځائيګي خپل کړل.
 د سیالیو ددغه پړاؤ پایزې دستورې د تیرې جمعې ورځې یعني د لړم د میاشتې په اتلسمه نیټه د ماسکو د کاسموس هوټل په کنسرټ هال کې ترسره شوې.
  د روسیې د قرآن په سیالیو کې د قطر دغه حافظ د ترتیل تلاؤت چې د آل عمران سورې له ۷۹ آیته تر ۸۱ آیتونو پورې ئې  کړی،ویډیوئي کلیپ کې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4247779
  

 

captcha