ایکنانیوز د وایس آف پاکستان انټرنیټي سایت له قوله راپور راکړی،هغه راپور چې د کشمیر رسندوئي ادارې په وسیله خپور کړی دی،ښئ چې په نړیواله سویه د زغم او صبر د نړیوالې ورځې له درنښت سره په یو وخت د بي جې پی په رهبرۍ هندي حکومت د دینی لږکیو په نه زغملو او سروزورۍ سره لا زیات تاؤتریخجن او لا رابرسیره شوي دي.
په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې د بي جې پي،آر ایس ایس،باجرنګ دل او وي ایچ پي پشمول هندوتوا ګوندونه وار د واره په درست هند کې د لږکیو او کړولو ، اذیت کولو او ویرولو ته مخه کوي.
په عین حال کې، هندی عسکر د هندوتوا ائيډیالوجۍ تر اغیزو لاندې د جمو او کشمیر د عامو خلکو په ضد بې آمانه تاؤتریخوالي کړچار ته مخه کړې ده او دوي ئې یوازې د برخلیک د ټاکنې لپاره د خپل مسلم حق د غوښتې په دلیل په وحشي ډوله ځپنې سره مخامخ کړي دي.
په دغه راپور کې حکومتي ترهه ګري او د بشری حقوقو خلاف ورزي چې د کشمیر خلک ورسره مخ دي،محکومه او د هندی مسلمانانو او په دغه هیواد کې د نورو لږکیو په ضد د کرکې او نفرت خوریدا له امله د اندیښمنونکو جرمونو پر زیاتیدا په تیره بیا له هغه وخت راهسې چې په ۲۰۱۴ کال کې د لومړی وزیر په توګه د نریندرا مودي واک ته ورسید، ټينګار شوی دی.
دغه راپور تائيدوي چې د زغم او صبر نړیواله ورځ چې د مختلفو دینی کلتورونو او باؤرونو ته داحترام او ګډ سوله ایز ژوند او مشارکت دودوي،په بشپړ ډول په هند کې د تاؤتریخوالي او نفرت زیاتیدونکي فضا سره په تضاد کې دی،داسې ځاي چې بي جې پي افراطي ګوند د صبر او زغم ددودولو په ځای افراط پالو هندوانو ته دا امکان ورکوي چې مسلمانان ،مسیحیان، سیکهان وګواښي او وې وژني او په عین حال کې د دوی مذهبی او دیني ځایونه او املاک له کومې ویرې او عدالتي کاروائۍ څخه له ویریدا پرته وران کړي.
ددغه راپور په اساس، هندوتوا ترهه ګر د بهارتیا جنتا پارټۍ په مشرۍ د حکومت د بشپړ ملاتړ په دلیل لا سپین سترګي شوي دي، داسې چې دمګړئ له مسلمانانو ،مسیحیانو او دټيټې پرګنې هندوانو سره د دوهمې درجې د ښآریزو په توګه چلند کیږی. داپه داسې حال کې دي چې هند ځان د نړۍ ترټولو لوي ډیموکراټيک هیواد ګڼي.
https://iqna.ir/fa/news/4248819