ایکنانیوز د الشرق له قوله راپور راکړی،قطر د نومبر په شلمه نیټه د ماسکو د قرآني سیالیو ددغه نندارتون او نورو جانبی پروګرامونو په ارزونې سره لیکلي دي ،د روسیې د قرآن د نړیوالو سیالیو دغه دوویشتم پړاؤ د قطر د اوقافو وزارت په ملګرتیا او د روسیې او قطر د لوړپوړو شخصیّتونو په ګډون سره ترسره شو او د ماسکو د قرآن دنړیوالو سیالیو د ترسره کونکي کمیټې مشر روشن عباس اف په دې مناسبت پخپلو یو لړ څرګندونو کې ددغه شان فعالیتونو په اهمیّت باندې په ټينګار سره وئيلي دي، دغه شان پروګرامونه په مسلمانانو کې ډيرې مثتبې اغیزې لري.
د ماسکو د شیخ عبدالله بن زید آل محمود په اسلامی کلتوري مرکز کې په مجازی واقعیّت لټون سره له اسلامه مخکې او وروسته د مکې د تاریخ نمایش،د حمد سورې د تلاؤت سمَوَل، د قرآن د جزؤ او سپارو حفظ، په روسي ژبه د فیلم ننداره، عربی خوشنویسي،د قرآن د تاریخ د زده کړې لپاره قرآني نقاشي او داسې ځيني نور پروګرامونه او د ډولوالي په باب ئې د جایزو ډالۍ او د قرآن ویشل ددغو سیالیو نور پروګرامونه وو.
د قطر حکومت د سیالیو له پيلیدا مخکې کابو نولس زره قرآنی نسخې او جایزې ماسکو ته ولیږدولې او دغه راز دغه قرآني نسخې په کتونکو کې وویشل شوې اوغوره کسانو ته جایزې هم ډالۍ شوې.
همداراز د سیالیو په څنډې کې نمایشګاه چې د نومبر له نهمې تر څوارلسمې نیټې پورې ئې دوام درلود،د ماسکو څه د پاسه شپاړس زره اوسیدونکي او د شاوخوا نورو ښارونو او سیمو لیدونکي ئې جذب کړل او په لومړنۍ ورځې ئې څه د پاسه پنځه زره کسان لیدونکي درلودل او په دوهمه ورځ هم څه دپاسه شپږ زره کتونکي وو.
https://iqna.ir/fa/news/4249487