IQNA

پاپ په فلسطین کې د صهیونیسټي رژيم استکبار محکوم کړل

12:58 - November 26, 2024
د خبر لمبر: 3490215
د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس په یولړ څرګندونو کې په غزې تړانګې کې  د فلسطین دملت کړاؤنو ته په اشارې سره،د لومړي ځل لپاره په فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم استکبار  محکوم کړ.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، پاپ فرانسیس په دغه دریځ نیونې کې چې په  غزې کې په نسل وژنې د هغه د څرګندونو یوه اونۍ وروسته اعلان شوي،په فلسطین او اوکراین کې ئې د یرغلګرو  استکبار او کبر  محکوم کړ.

 د نړۍ د کاتولیکانو رهبر دغه څرګندونې پرون  د چیلي اوآرژنټاین  ترمینځ د سولې دتړون د څلویښتمې  کلیزې په مناسبت کړی دي او په نړۍ کې ئې اوسني جنګونو او په د غو جنګونو پسې  دوامدار او دردناک کړاؤنو ته توجه کړې ده.هغه په خپلې وینا کې وئيلي دي، زه نن د بشریّت دوو ناکامیو ته اشاره کوم ،اوکرانی او فلسطین، چې ډیر زیات کړاؤ دی او د ینواکګرو ګستاخۍ  خبرې اترې کمزوري کوي.

پاپ فرانسیس په نړۍ کې د وسلو په تجارت په سختو نیوکو سره د جنګ ددوام په  اوج کې د سولې  په باب خبرې کول ، یو ډول نفاق وباله او د نړیوالو تعاملاتو په بطن کې ئې د خبرواترو  د راوستو غوښته وکړه.

هغه چې د لومړي ځل لپاره  په څرګنده د صهیونیسټي نیواکګر رژیم  اقدامات محکوم کړي،د دینونو د نمایندګانو  او  ډيپلوماټانو په ټول کې  ټینګار وکړ، سوله  باید  دعدل ، انصاف او خبرواترو په اساس  د نړیوالې ټولنې د تعاملاتو  جوهره شي. 

پاپ فرانسیس  تل  وئیلي دي،چې په غزې تړانګې او اوکراین کې د عامو خلکو لپاره دعا کوي او  پخپلو څرګندونو کې د دوي د هرې ورځې  کړاؤنو او دردونو ته  اشاره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4250572

captcha