IQNA

د آخرالزمان ژغورونکي مهدي(ع) ته د اهل سنت نظر او له شیعه لیدتوګې سره یې ورته والي

6:44 - November 27, 2024
د خبر لمبر: 3490221
ایکنا- کوم احادیث چې د حضرت مهدی(عج) په هکله د اهل سنت په نظر کښې معنوي تسلسل ته رسیدلي، له سلو زیات دي او په دغو ټولو احادیثو کښې د حضرت مهدي ظهور ته اشاره شوې ده.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،په مهدویت او د حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د ظهور په تفکر باندې باور او عقیده د اسلامي عقایدو یوه مهمه برخه ګڼله کیږي چې د اسلام د ګران پیغمبر (صلی‌الله‌علیه‌و‌آله‌وسلّم) د بشارتونو او زیرو له مخې د ټولو اسلامي مذهبونو او فرقو ترمینځ یې بڼه نیولې ده. د پارس ټوډی په دې لیکنه کښې د وروستۍ زمانې د ژغورونکي امام مهدي علیه اسلام  په هکله د اهل سنت نظریې او له شیعه نظریې سره یې ورته والو ته لنډه کتنه کوو:

په حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) پورې اړونده حدیثونه د اهل سنت او اهل تشیع مسلمانانو په ډیرو مشهورو کتابونو کښې راغلي دي او دغو حدیثونو ته په ځیر کتو سره وینو چې د تشیع او تسنن مذهبونو ترمینځ د امام مهدي په اړه ډیر مشترکات شته دي چې په دا ډول دي: د امام مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د ظهور او پاڅون حتمي والی، د هغه حضرت نسب او کورنۍ، د هغوي بدني ځانګړتیاوې، له پيغمبر اکرم سره یې د نوم شریکوالی، د امام مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د حکومت ځانګړنې او داسې نور...»

همداشان د روایتونو او حدیثونو د څیړنې له مخې د مهدویت په سر د شیعه او سني لیدتوګو ترمینځ ځیني اختلافات هم شته لکه: د حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د زوکړې په هکله اختلاف، د امام د غیبت په هکله او همداشان یې د عصمت په هکله اختلاف.

هغه حدیثونه چې د حضرت مهدی(عج) په هکله د اهل سنت په نظر کښې معنوي تسلسل ته رسیدلي، له سلو زیات دي او په دغو ټولو احادیثو کښې د حضرت مهدي ظهور ته اشاره شوې ده. د اهل سنتو د معتبرو لیکنو مطابق، له شلو زیاتو اصحابو له پیغمبر اکرم څخه د حضرت مهدي په هکله روایتونه نقل کړي دي چې دغه ټول د سنن ابوداوود، سنن ترمذی، ابن ماجه، مسند احمد، صحیح حاکم، بزاز او معجم طبرانی په شان مشهورو او معتبرو اسلامي سرچینو کښې لیدل کیږي.

د اهل سنت له سرچینو او د سني عالمانو له خبرو پوهیږو چې حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د بي بي فاطمه زهرا (سلام‌الله‌علیها) له اولاد څخه دی او ظهور به کوي.

په دې هکله سویدي وايي: په کومه خبره چې متفق دي، دا ده چې حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) هغه کس دی چې په آخري زمانه کښې به قیام کوي او ځمکه به له عدل او انصاف څخه ډکوي.

یو بل اهل سنت عالم خیرالدین آلوسي وايي: د ډیرو صحیح ویناؤ له مخې د زیاتره پوهانو له نظره د حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) ظهور د قیامت یوه نښه ده او د هغو خلکو نظر هیڅ ارزښت او اعتبار نه لري چې انکار ترې کوي.

شیخ محمد ایرواني په الامام المهدی نومې کتاب کښې لیکي: تر څومره چې زه معلومات لرم، اهل سنتو په دې هکله څه باندې دیرش کتابونه لیکلي دي.

(ایروانی، محمدباقر، الامام المهدی، ص۱۱)

ابن خلدون هم چې د مهدویت مسئلې ته یو بل نظر لري، د امام مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) په هکله د مسلمانانو د عقیدې په بیان کښې لیکلي: «په ټولو مسلمانانو کښې مشهوره ده چې په وروستۍ زمانې کښې به خامخا له اهل بیتو علیهم السلام څخه یو کس ظهور کوي چې د دین ملاتړ به کوي او عدل به په ډاګه کړي او مسلمانان به یې پيروي وکړي او هغه به په اسلامي ملکونو واکمن شي. د هغه کس نوم، مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) دی.» (تاریخ ابن خلدون، ج۱، ص۳۱۱)

په اهل سنت کښې د ظهور د حدیث یوشمیر راویان

    ۱. ابن سعد (وفات ۲۳۰ هـ)؛

    ۲. ابن ابی‌شیبه (وفات ۲۳۵ هـ)؛

    ۳. احمد بن حنبل (وفات ۲۴۱ هـ)؛

    ۴. بخاری (وفات ۲۷۳ هـ)؛

    ۵. مسلم (وفات ۲۶۱ هـ)؛

    ۶. ابن ماجه (وفات ۲۷۳)؛

    ۷. ابوبکر اسکافی (وفات ۲۷۳ هـ)؛

    ۸. ترمذی (وفات ۲۷۹ هـ)؛

    ۹. طبری (وفات ۳۸۰)؛

    ۱۰. ابن قتیبه دینوری (وفات ۲۷۶)؛

    ۱۱. حاکم نیشابوری (وفات ۴۰۵)؛

    ۱۲. بیهقی (وفات ۴۵۸)؛

    ۱۳. خطیب بغدادی (وفات ۴۶۳)؛

    ۱۴. ابن اثیر جزری (وفات ۶۰۶).

(سرچینه: المهدی المنتظر فی الفکر الاسلامی)

د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ ځیني اشتراکات

د امام زمان یعنې امام مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) ظهور او د هغه حضرت نړیوال حکومت یوه جوته خبره ده او ټولې اسلامي فرقې په کښې ګډې او مشترک دي.

حضرت مهدي به په نړۍ کښې د عدل او توحید په موخه پاڅون وکړي.

هغه حضرت به له ظلم سره مبارزه وکړي.

پیغمبر اکرم(ص) د حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) په هکله امت ته تاکیدي سپارښتنه کړې ده.

حضرت مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) د خدای د ګران رسول له اولادونو او اهل بیتو څخه دی؛ ابن ماجه په خپلو سنن کښې نقل کړي دي چې رسول الله حضرت محمد مصطفی (صلی‌الله‌علیه‌و‌آله‌وسلّم) وفرمایل:

فرمود: «المهدی (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) منا اهل البیت یصلحه الله عزوجل فی لیلة.» (ابن ماجه، محمد بن یزید، سنن ابن ماجه، ج۲، ص۱۳۶۷، ح ۴۰۸۵)

د حضرت مهدي(عج) د ظاهري ځانګړتیاو په وصف کښې اشتراکات

کوم صفات چې د امام مهدي (عجّل‌الله‌فرجه‌الشریف) لپاره د اهل سنتو په کتابونو کښې ذکر شوي دي، له هغو احادیثو اخیستل شوي چې هغوي یې له پيغمبر اکرم (صلی‌الله‌علیه‌و‌آله‌وسلّم) څخه نقل کوي او په کلیاتو کښې، د شیعه علماؤ په کتابونو کښې له ذکر شویو اوصافو سره هیڅ فرق نه لري. د ظهور په وخت د امام مهدي د پياوړتیا، روښانه څیرې، پراخ تندي او دنګې پوزې، په اننګي باندې خال، په ظاهره ۴۰ کلن او له پیغمبر سره په نوم د شریکوالي په شان  صفات او ځانګړتیاوې په کښې شامل دي.  (منابع: فرائد السمطین، المصنف، البیان فی اخبار صاحب الزمان، عقد الدرر)

https://parstoday.ir/ps/news/religion-i154656

captcha