ایکنانیوز راپور راکوي،د ایران د اوقافو او دخیریه چارو د ادارې د قرآني چارو مرکز د قران کریم د عمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې ترپیلیدا پورې په کابو یوې اونۍ وخت کې،د سیالیو ددغې مرحلې د ښاغلو اوآغلو ددواړو برخو وختونه او نور تخنیکي جزئیات اعلان کړل.
په همدې اساس ددغه پړاؤ نهائي مرحله د میرمنو په څانګې کې د سیالیو په ترسره کیدا سره پیلیږي.د سیالیو دغه مرحله د لیندۍ دمیاشتې په دولسمه له دوشنبې ورخې پیلیږي او د لیندۍ دم یاشتې تر نولسمې نیتې پورې یعني تر بلې دوشنبې پورې چې به چې د پایزو دستورو دترسره کیدا وخت دی دوام ومومي.
د میرمنو د برخې لومړنۍ دوه ورځې یعني د لیندۍ دمیاشتې دولسمه او دیارلسمه نیټه د دعا لوستلو او نعت خوانۍ دوو څانګو ته بیله دي او د لیندۍ له څوارلسمې یعني له چارشنبې ورخې څخه به هم د حفظ او قرائت د څانګو سیالۍ ترسره شي.
د ښاغلو د برخې سیالۍ هم د لیندۍ له شلمې نیټې او د پرانیستونکو دستورو په ترسره کیدا سره او او دیني سرودونو په برخې کې د سیالۍ په پیلیدا سره شروع کیږي او د لیندۍ د میاشتې تر ۲۹ نیټې پورې به چې ددغو سیالیو د پایزو دستورو دترسره کیدا وخت دی دوام ولري.
په دغې برخې کې هم د لیندۍ له شملې تر ۲۲ نیټې پورې ددینی سرودونو سیالۍ چې نعت خواني مدحې او د قرآن یو ځاي تلاؤت، آذان، دعا لوستنې پکې شاملې دي، ترسره کیږي.
د لیندۍ د میاشتې له ۲۳ نیټې جمعې ورځې څخه هم د حفظ او قرائت د څانګو سیالۍ پیلیږي او تر ۲۹ نیټې پورې چې د پایزو دستورو د ترسره کیدا او په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ایران د ترټولو برلاسه کسانو د معرفئ وخت دی ، دوام ومومي .
د قران دعمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ نهائي مرحله د تبریز ښار په کوربتوب او د خدمت د شهیدانو د یاد اودرنښت په عنوان سره ترسره کیږی.