پارس ټو ډې -د لبنان حزب الله ولسی غورځنګ دیوې اعلامیې په خپرولو سره د لبنان د مقاومتي لوري، خلکو او حکومت څخه د حضرت امام خامنه اي د ملاتړونو او د ایران د اسلامی جمهوریت د ډيپلوماټيکو خوځښتونو قدرونه وکړه.
په لبنان د صهیونیسټي وحشي او تیریګر رژیم دتیریو په دریدا پسې د لبنان د حزب الله مقاومتي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لبنان له ولس،حکومت او مقاومتی جبهې څخه د ایران د اسلامی جمهوریت او دهغو په سر کې د امام خامنه اي د ملاتړونو قدرونه اومننه وکړه.
پارس ټوډې راپور ورکړی،ددغې اعلامیې په یوې برخې کې راغلی دي، مونږ په ټولو ډګرونو کې د لبنان د اسلامی مقاومت څخه د مطلق ملاتړ په دلیل د ایران د اسلامی جمهوریت چې په سر کې ئې د اسلامی انقلاب ستر لارښود دی او دغه راز د اسرائيلي رژیم دتیریو په اوج کې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچی او دهغه نماینده محمدرضا شیباني،د ایران د شورا مشر د محمدباقر قالیباف او د اسلامی انقلاب د معظم لارښود لوړپوړي سلاکار علی لاریجاني دوامدار سفرونه روښانه وو، ډیره مننه او ستاینه کوو.
ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې په لبنان کې د ایران له سفیره په قدرونې سره،راغلي دي،د صهیونیسټ رژیم په تیریو پسې په لبنان کې د ایران د سفیر ټپونه او همداراز د ایران د وخت د خارجه وزیر امیرعبداللهیان شهید سفرونه نه هیروو او د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قوماندانۍ د پیاوړو ملاتړونو هم قدرونه او مننه کوو.
https://iqna.ir/fa/news/4250998