IQNA

د دوبئ له قرآني مرکز سره د عربستان د قرآن د کمپلیکس د ملګرتیا پراختیا

15:22 - November 28, 2024
د خبر لمبر: 3490226
ایکنا – د عربستان په مدینې کې د ؛ملک فهد؛ په نامې سره د قرآن چاپ کمپلیکس عمومی منشي،په دوبئ کې د ؛محمد بن راشد؛ د قرآن چاپ له مرکز سره ددوو اړیخزو ملګرتیاؤ  د پیاوړتیا په خاطر ددغه مرکز ځيني برخې په تفصیل سره ولیدې.

ایکنانیوز د الاتحاد  له قوله راپور راکوي،د عربستان به مدینې کې د ؛ملک فهد؛ نومې د قرآن د چاپ کمپلیکس  عمومی منشي سعد بن راشد الدوسري په دغې کتنې کې چې  دمحمد بن راشد په نامې سره د قرآن د چاپ د مرکز مدیر فیصل عبدالله له هغه سره ملګرتیا کوله،د قرآن د چاپ  په زمینې کې ددغه مرکز له تجروبو او اقداماتو خبر کړئ شو.

فیصل عبدالله  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دغه کتنې د ملک فهد د قرآن چاپ له کمپلیکس سره د محمد بن راشد د قران د چاپ مرکز  اړیکې پیاوړي کړي او  د قرآن د چاپ په زمینې کې ئېد ترټولو وروستیو بدلونونو په باب اطلاع او د تجروبو د مبادلې لپاره یو مهم فرصت دی.

هغه زیاته کړه.دغه مرکز د قرآن کریم د چاب په زمینې کې له ترټولو ماډرنو ټيکنالوجیو څخه د استفادې لپاره هڅه کوي او د قرآن د ارزونې او بیا کتنې او دهغو پر چاپ د دوبئ  د اسلامی چارو د پلاوي د کارپيژاندو کمیټې ورباندې  څارنه کوي.

 په دوام کې سعد بن راشد الدوسري ووئيل؛ دغه لیده کاتۀ د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ لپاره نوی افقونه برانیزي او د نړۍ په مختلفو برخو کې د قرآن په چاپ او نشر کې  ددغو دوو مرکزونو د رول په بیاوړتیا کې اغیرشیندونکي دی.

یادونه کیږي چې د ملک فهد د قرآن چاپ کمپلیکس  په ۱۴۰۵ قمری کال کې په مدینې کې تاسیس شو او د قرآن د چاپ په زمینې کې او د اسلامی مطالعاتو او څيړنو او د نبوي سنت او قرآني علومو د اهتمام یو علمي او مستند مرجع  دی.

https://iqna.ir/fa/news/4250816  

captcha