ایکنانیوز د سومونیوز له قوله راپورراکړ، په یوې د پام وړ بریا کې په بنګله دیش کې د لکشمي پور داته کلن زده کونکي محمد عمر فاروق توانیدلی دی ، ټول قرآن یوازې په اتو میاشتو کې حفظ کړي؛ یو داسې حال چې معمولا له دوو تر درو کلونو پورې وخت اخلي.
د هغه استاذان وائي،هغه چې یو معمولي زده کونکې ؤ، د تیر کال په ستمبر کې ئې د قرآن کریم حفظ پيل کړ،خو ډیر زر په زیات کوشش اوزیار سره ئې ځان له خپلو همځولو څخه بیّل کړ. هغه زیاتره دغرمې وخت د لوبو په ځاي د قرآن تلاؤت باندې تیروه.
د ښونځي مدیر شهادت حسین جمیل وائي؛دا دخداي تعالی مهربانی ده.په دومره لنډ وخت کې د ټول قرآن کریم حفظ کول ،کوم وړوکی کار نه دی .عمر فاروق د خپل ځان او د مونږ دښونځي لپاره عزت او احترام ډالۍ کړی دی.
هغه په دوام کې ووئیل؛د فاروق دغه ډیر مهم بریالیتوب د هغه د معلمانو د لارښونې او دهغه پرنه لړزیدونکي هوډ باندې ګواهي ده چې د ټولنې د ویاړ او نورو ته د الهام بخښنې لامل شوی دی.
بنګله دیش هیواد په جنوبی آسیا او د هند په ختیځ کې واقع یو سل یو شپیته میلیون آبادي لری او دهغه پلازمینه ډاکه ده.په بنګله دیش کې تر ټولو لوي دین اسلام حسابیږي او دده هیواد کابو نوی فیصده نفوس مسلمانان دي.
په دغه هیواد کې د قرآن کریم تلاؤت او حفظ له ډير زیات اهمیّته برخمن دی او ددغه هیواد دیني مدرسې او د قرآن د حفظ په سلګونو مرکزونه ،د قرآني معارفو زده کړې ته خاص توجه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4251192