IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا(س)د شهادت د شپې ویر او ماتم ترسره شو

7:58 - December 05, 2024
د خبر لمبر: 3490260
ایکنا – د حضر فاطمةالزهراسلام الله علیها د شهادت په شپه  په درست ایران کې په تیره بیا په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  او د آل الله  د سلګونو مینه والو په شتون سره  د عالمینو د میرمنو د سردارې د ویر او ماتم دستورې ترسره شوې.

ایکنا – د حضر فاطمةالزهراسلام الله علیها د شهادت په شپه  په درست ایران کې په تیره بیا په امام خمیني امامباړې کې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  او د آل الله  د سلګونو مینه والو په شتون سره  د عالمینو د میرمنو د سردارې د ویر او ماتم دستورې ترسره شوې.اینانیوز راپور راکوي، حضرت آیت الله العظمی سید  علی خامنه اي د حضرت فاطمة الزهرا سلام علیها د شهادت په شپه هم په امام خمیني امامباړې کې شتون درلود او د هغه په شتون سره په سلګونو حسینی مینه والو د حضرت صدیقةالکبری سلام الله علیها د شهادت په مناسبت ویر او ماتم وکړ او ویناوالو د هغې بزرګوارې دسیرت ا و مظلومیّت په باب رڼا واچولې.

په دغو  دستورو کې حجةالاسلام صدیقي پخپلې  وینا کې حضرت فاطمة الزهرا(س) په الهي محبت کې یو فاني  او څرګند نور وباله او وې وئيل، دپیغمبر اکرم ګرانې لور  خپل ټول ژوند د دین او ولایت په دفاع کې قربان کړ او د ظلم او ستم په  مقابل کې ودریده.

په دغو دستورو کې د اهل بیت علیهم السلام  مداح اوذاکر محمود کریمي دعزادارۍ او  مصیبت بیان کړ او د حضرت فاطمة الزهرا په ویر کې ئې ویرنې ووئيلې  او حاضرو مینه والو هم ماتم  وکړ.

د ایکنانیوز ټولو کارکونکو له خوا په دې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه ولو ته د زړه له کومې تسلیّت ومنئ.

https://iqna.ir/fa/news/4252330

captcha