د انګلستان د ملي احصایې د دفتر لخوا د کلني لیست له مخې، "محمد" د ۲۰۱۶ کال راهیسې د ۱۰خورا محبوبو نومونو څخه دی، چې برتانوي والدین یې د خپلو نارینه ماشومانو لپاره غوره کوي.
محمد له ۲۰۲۲ کال راهیسې په دغه نوملړ کې دویم ځای خپل کړی وو، خو تازه احصایې چې پرون د بریتانیا د ملي احصایې دفتر له خوا خپرې شوې ښيي؛ دا نوم په ۲۰۲۳ کې له "نوح" نوم څخه په مخکې کېدو سره، په لومړي درجه کې راغلی دی.
د دغه راپور له مخې په برتانیا کې له هرو ۴۰ نارینه وو څخه یو یې محمد نوم لري.
د انګلستان او ویلز په ځینو برخو کې د محمد نوم لپاره نورې املا او تلفظونه شتون لري، چې لاهم په انګلستان او ویلز کې د ۱۰۰غوره نومونو په لیست کې دی.
په اروپايي هېوادونو کې د اسلام د ګران پېغمبر د نوم محبوبیت په داسې حال کې په ډېرېدو دی، چې د لوېديځ د ناکامو سياستونو موخه، له اسلام څخه وېرول او د مسلمانانو د ناسمې څېرې ښودل دي.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154988