IQNA

د قرآن دسیالیو په پنځمه ورځ په لیسټ کې د آذربایجان شرقي ولایت دوو استازو تلاؤت وکړ

13:37 - December 07, 2024
د خبر لمبر: 3490270
ایکنا – د قرآن د عمومی سیایو د اوه څلویښتم پړاؤ د نهائي   مرحلې په پنځمه ورځ یعنی جمعې ورځې  د میرمنو پهبرخې کې شپاړسو میرمنو سره سیالۍ وکړې او د  ددغه پرړاؤ  کوربه دتبریز خلکو په دغې پیښې کې نن خپلې دوې استازې وستایلې.

ایکنانیوز راپور راکړی، پرون دجمعې ورځې له ماسپښین دوو بجو  څخه هم د اوقافو  او دخیریه چارو د ادازې د قرآڼ دعمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ  په پنځمهورځ  شپآړس کسان د هغه اجرائي نمبر په اساس چې له مخکې مشخص شوی،سره سیالۍ وکړې.

په ترتیب سره د مرتل څلورومیرمنو،د شلو سپارو حافظو څلورو کسانو ، د قرائت څلور کسان،او په نهایت کې د ټول قرآن  څلوروحافظانو د قاضیانو د پلاوي په شتون  کې خپل پروګرامونه اجرا کړل.

د قرآن کریم  دترتیل په څانګې کې په ترتیب سره منصوره آقاحسني له سمنانه ، له ګیلانه  میرمن عاطفه ناصح،میرمن مریم فتحی زاده له البرز او ندا مرادي له تهرانه، د شلو سپارو دحفظ په برخې کې میرمن یاسمین  پيرا له خوزستانه، میرمن الهام ولائي ها له قزوینه ، نرجش خاتو جعفری له قم او فاطمه کریمي درچه  له اصفهانه خپل پروګرامونه اجرا کړل.

د تحقیق د قرائت په  څانګې کې  له تهرانه  زهرا حسین پور، له آذربایجان شرقي څخه  ام البنین طالبي،  له خراسان رضوي څخه  مرضیه میرزائي پور  او له تهرانه  آذرمان صادقي ، همدرااز د ټول قرآن  د حفظ په څانګې کې  اعظم محمدي له فارس، رها مرسلي له آذربایجان شرقي ، له اصفهانه نرګس خوشبخت خوراسګاني  او له تهرانه  زهرا انصاري  نن ماښام سره  سیالۍ وکړې.

ټاکل شوې ده نن یعني شنبې ورځې هم  له سهار  اته نیمو بجو څخه  تر یولسو بجو پورې له (اتلسو کلونو کم عمره ) انجونې د ټول قرآن د حفظ  او د تحقیق د قرائت  سیالۍ  سره وکړي.

باید ووئيل شي چې د قرآن د عمومي سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې  سیالۍ د لیندۍ په دولسمه  نیټه په تبریز ښار کې  او د میرمنو په برخې کې  پیل شوي دي او دغه  برخه  دلیندۍ دمیاشتې تر نولسمې پورې  خپلې سیالۍ پاي ته رسوي  او سملاسي  به په آذربایجان شرقي کې  تر یوې اونۍ پورې د ښاغلو قاریانو ،مرتل او د قران د حافظانو   دشتون  شاهدان وو.  

https://iqna.ir/fa/news/4252551

captcha