IQNA

د قرآن دعمومي سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د فینالیسټو نامې اعلان شوې

14:54 - December 08, 2024
د خبر لمبر: 3490276
ایکنا – د ایران د اوقافو او خیریه چارود  ادارې د قرآن دعمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د نهائي مرحلې  داجرا له شپږ ورځو تیریدا وروسته  اوس  دمیرمنو په برخې کې  او  د تبریز په کوربتوب سره نهائي مرحلې ته د لاره موندونکو له اتلسو کلونو زیات عمر لرونکو د ټول قران د  حفظ او تحقیق د قرائت په برخې کې د فینالیسټانو نامې  اعلان شوې.

ایکنانیوز راپور راکړی،  د قرآن دعمومي سیالیو  د اوه څلویښتم پړاؤ  د نهائي مرحلې د قاضیانو د پلاوي له خوا نهائي مرحلې  ته د رسیدونکو فینالیسټانو نامې اعلان  شوې.د قرآن کریم د حفظ او تحقیق د قرائت  په  یوازې دوو څانګو کې به له اتلسو کلونو  زیات عمر لرونکي فینال سیالۍ  وکړي چې  دهغوي نومونه  په دې ډول دي .

له تهرانه  آذرمان صادقي،له  خوزستانه زینب خزعلی زاده او لیلا دورقی احمدي، له فارس څخه آسیه دهقان، معصومه حمیدي له تهرانه، مرضیه میرزائي پور له خراسان رضوي څخه،ام البنین طالبي له اذربایجان شرقي څخه نسیه کرمي پارسا   له قم څځه ، له تهرانه زهرا حسین پور، له خراسان رضوي څخه خوش دل نیت د تحقیق د قرائت  په څانګې کې د قرآن دعمومي سیالیو د اوه څلویښتم نهائي مرحلې  فینالیسټ  دي.

د  ټول قرآن  د حفظ په څانګې کې له تهرانه، زهرا خلیلی او زهرا انصاري، له اصفهانه زهرا محبی ، له خراسان رضوي څخه سید سمانه محروقي ،له فارس څخه دفاطمه ابراهیمي  او له یزد څخه  حانیه برخورداري او دغه راز له کرمان څخه مجیده رضاپور د دغو سیالیو د قاضیانو د پلاوي له خوا د فینال مرحلې لپاره فینالیسټ وټاکل شول.

دغه کسان ټاکل شوې ده، نن یعنی د لیندۍ یا قوس د میاشتې په اتلسمه نیټه د تبریز په عیدګاه  کې د قاضیانو د پلاوي  او نورو ګډون کونکو په شتون کې  پروګرام اجرا کوي څو په نهایت کې ددغه پړاؤ د ترټولو برلاسه  کسانو نامې اعلان شي. البته وروستی راپور ښئ چې په دغو دستورو کې چې روانې دي، زیات شمیر کسانو ګډون کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4252879    

captcha