ایکنانیوز دارم نیوز له قوله راپور راکويو په ټولینزو چینلونو کې کارؤنکو وئیلي دي، چې هغه ناپیژاندو مخ پټو وسلوالو ترور کړی، داپه داسې حال کې دي چې یوې بلې ډلې خبر ورکړی چې هغه ژوندی دی او له خپلو خپلوانو سره روغ رمټ دی .
دا په داسې حال کې ډي چې پرون سهار په دمشق کې د سورئې یو نامتو کیمیا پوه او ساینسدان ډاکټر حمدي اسماعیل ندي هم پخپل کور کې ترور شوی او ددغه ترور عامل هم مخ پټی وسلوال دی. دخبر ترمخابیره کیدا پورې کومې ډلې ددغه ترور پړه هم په غاړه نه ده اخستې ،خو شناندي او کارپوهان وائي چې داسې ښکاري په سورئې کې په وروستیو ناڅاپی او له مخکې پلان شوو بدلونونو پسې په دغه هیواد کې د شخصیّتونو او عالمانو د ترور لړۍ په راڅرګندیدا ده او داسې ښکاري چې له دغو ترورونو سره سره ، د سورئې د خاورې دویشل کیدا دسیسې هم په رابرسیره کیدا دي او وئیل کیږي چې که د سورئې په دغو نامعلوم وضعیّت کې یو ټولشموله حکومت رامینځة نشي ، نو ممکنه ده دغه هیواد هم د لیبیا دبرخلیک په څیر له یوه بوږنونکي حالت سره مخ شي او ګټې به ټوله صهیونیستي او استکباري قدرتونو ته ورسیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4253396