ایکنانیوز د المصری الیوم له قوله راپور راکړ، د لیندۍ د شلمې په شپه د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهري د مصر د قرآن د نړیوالو سیالیو د یو دیرشم پړاؤ د سیالۍ کونکو کسانو څخه د غوره کسانو نامې اعلان کړې.
دغه سیالۍ چې د لیندۍ د میاشتې له اولسممې نیټې د مصر د اوقافو وزارت په همت سره پیل شوي ، د لیندۍ په شلمې نیټې د پایزو دستورو په ترسره کیدا سره او د مصر په نوي اداري پلامزمینې کې د دغه هیواد په کلتوری مرکز او جومات کې د ماښام له لمانځه وروسته دنتیجو په اعلان سره پاي ته ورسیدې.
د مسئولانو داعلان په اساس ددغو سیالیو د ټول قرآن کریم د قرائت او تفسیر او د عربو او غیر عربو د حفظ او تلاؤت په څانګو کې اول دوهم او دریم لمبر غوره کسان اعلان شول.
د قران په قرائت او تفسیر په برخې کې
لومړی کس د مصر علی عطبه حبیب جایزه ئې یو میلیون مصري پونډ او میډال.
دوهم لمبر د مصر آیه عبدالحمید عبدالفتاح ابوزهرا ، جایزه ئې شپږ لکه مصری پونډ او میډال
دریم لمبر کس د یمن عبدالرحمن ایهاب حسن عوض ، جایزه ئې څلور لکه مصري پونډ او میډال
د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت د غیر عرب ژبو لپاره ؛!
لومړی کس له نیجریه فاطمه لون ابوبکر جایزه ئې شپږلکه مصري پونډ او میډال
دوهم لمبر کس له ایوری کاسټ څخه توری حسن ، جایزه ئې پنځه لکه مصري پونډ او میډال
دریم لمبر کس د روسیې فیډریشن بیګمایف ؛ جایزه ئې څلور لکه مصری پونډ او میډال
څلورم لمبر کس له چیچنیا څخه ګتییف موسی جایزه ئې درې لکه مصري پونډ او میډال
پنځم لمبر کس له بنګله دیشه احمیرا مسعود ؛جایزه ئې دوه لکه مصري پونډ او میډال
له البیان علی المنتخب فی تفسیر القرآن الکریم: کتاب څخه د نهه ویشتم او دیرشمې سپارې له تفسیر سره د قرآن کریم حفظ دریم څانګه؛
لومړي کس د مصر عبدالمالک ابراهیم عبدالعاطي ؛ جایزه شپږ لکه مصري پونډ او میډال
دوهم کس د مصر عبدالمجید عبدالحمید متولي ؛ جایزه څلور لکه مصری پونډ او میډال
دریم لمبر کس د مصر عصام علی حامد الرشیدي ؛ جایزه درې لکه مصری پونډ او میډال
همداراز په لهجې، اعرابو تفسیر ، تجوید او نورو برخو کې هم سیالۍ کونکو له لومړي ،دوهم اودریم لمبر کسانو نامې اعلان شوې د مختلفو عمر لرونکو ، او څانګو څخه وو، دغه راز ئې خپلې نغدې جایزې او میډالونه ترلاسه کړل او د رتلونکي لپاره نوره ځوانان هم وهڅول شول.
https://iqna.ir/fa/news/4253566