IQNA

قاری او نعت خوان طه الفشني، چې د قرآن په خدمت کې ؤ

10:34 - December 12, 2024
د خبر لمبر: 3490300
ایکنا – د دسمبر لسمه نیټه د مصر او اسلامی نړۍ د یوه مشهور ځوان قاری او نعت خوان  شیخ طه الفشنی د رحلت د کلیزې ورځ ده.

ایکنانیوز د صدی البلد انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړی، د ۲۰۲۴ کال د دسمبر شلمه نیټه د مصر او د اسلامی نړۍ د یوه غوره او ځوان قاري او نعت خوان اودیني نغمو وئيونکی شیخ طه الفشني د رحلت درې پنځوسمه  کلیزه ده چې په درنښت سره  ولمانخل شوه.

شیخ طه حسن مرسی الفشني په ۱۹۰۰ کال کې د مصر پهبنی سویف ولایت کې په الفشن مرکز کې زیږیدلی ؤ. هغه له ماشوموالي څخه د قرآن کریم حفظ ته مخه کړه او وروسته د  قرائت او نعت  او سرود وئيلو په زمینې کې یو ترټولو لوي شخصیّت شو او د اسلامی هنر په حافظې کې ئې له ځانه  نه هیریدونکي  آثار پریښودلي دي.  

د شیخ الفشني وړتیاوې په ښونځي کې د زده کړې په پړاؤ کې رابرسیره شوې،هغه مهال چې د ښونځي مدیر د هغه د غږ په جذابیّت پوهه شو او همدغه چاره لامل شوه څو هره ورځ په سهارنۍ دعا کې د قرآن تلاؤت ئې هغه ته وسپار.شیخ طه د قرآئت په علومو کې د زده کړې لپاره الازهر ته لاړ او د قرائت په علومو کې ئې له شیخ عبدالحمید السحار څخه مدرک ترلاسه کړ څو د تجوید  د تخنیکنونو او ددین علوم په یوځای زده کړئ شي.  

د مصر ریډیو  د شیخ الفشني  په کارنامې کې  د بدلانه لوي پیچومی ؤ؛ په ۱۹۳۷کال کې د مصر د ریډیو  مشر سعید پاشا لطفي  په یولړ دستورو کې چې  په الحسین کوڅې کې ترسره شوې وې، د  الفشني له غږه اغیزمن شو  او  دهغه د لومړۍ درجې  د یوه قاري په توګه  ئې تائيد کړ. له هغه مهاله  شیخ طه الفشني  د ریډیو له لارې چې  د قرآن تلاؤت  پيل کړ  چې لامل شو ، د هغه  غږ د  مصر په ټولو کورونو کې واوریدل شي.

د  شیخ الفشني  دژوند ترټولو غوره  مرحله ،  دملک فاروق په حضور کې په سلطنتي  ماڼۍ کې د قرآن کریم د تلاؤت لپاره دهغه دعوت کول وو.

شیخ تر نهو کلونو پورې د  عابدین  او رأس الطین ماڼیو کې   تلاؤت وکړ او پاچا د رمضان میاشتې په شپو کې  په لیوالتیا سره دهغه تلاؤت  اورید. جمال عبدالناصر  هم  پخپل لاس لیک سره  هغه ته یو میډال ورکړ؛ دغه اقدام  یوداسې احترا م ؤ چې دمصر د رهبر  له خوا د هغه  د مقام  قدرونه او ستاینې ئې نندارې ته وړاندې کړه .

شیخ طه الفشني  د ۱۹۷۱کال  ددسمبر په لسمه نیټه په یو اویایم کال کې  او  د قرآن او عترت  دخدمت په لاره کې  له یوه عمر تنیرولو وروسته  ئې له نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه پهمینهوالو  او لیوالو کې  تر نن پورې  د هغه نامه ځاي لري  او  دهغه ژوند لیک د راتلونکو  نسلونو  لپاره د الهام سرچینه ده .

طه الفشني  یوازې یو قاری او مذهبی  مداح نه ؤ ،بلکې  داسې معنوي او هنری سمبول  دی چې چې تل پاتې اغیزې ئې  د اسلامی امت پر وجدان پریښودلي دي .

 په دوام کې  د  خداي بخښلي شیخ طه الفشني په زړه پورې غږ سره په ؛ حب الحسین؛ عنوان سره ، یوه په زړه پورې نعت اومداحي  ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي ، په دې هیله چې د استفادې وړ مووګرځي.

https://iqna.ir/fa/news/4253492

captcha