میرمن آذری صادقي ، چې د اوقافو د ادارې د قرآڼ د عمومی سیالیو په اوه څلویښتم پړاؤ کې د تحقیق قرائت په څانګې کې ئې لومړي مقام ګټلی دی،ایکنانیوز سره په خبرو کې دې ته په اشارې سره چې له شپږ کلنۍ ئې د قرآن قرائت پيل کړی دی، ووئيل؛همیشه د مونږ په کور کې په لوړ غږ سره د قرآن تلاؤت کید.زما مور او پلار به د قرآن تلاؤت کاوه. مور مو هم د ما له قرائته ملاتړد کاوه او پلار مو هم د ما لپاره جایزه اخستله.زما خور هم د ټول قرآن حافظه ده او الحمد الله یوه قراني کورنۍ یوو.
د قرآن دغې قاري چې له خپل ماشوم زوي سره ئې په سیالیو کې ګډون کړی ؤ،د لومړی مقام جایزه ئې مور ته چې دغې نتیجې ته ئې ډير انتظار کړی ؤ ډالۍ کړه او وې وئيل د خپلې مور لاس ښکلوم چې د ما د پلار له وفاته وروسته د ما لپاره هم مور ده او هم پلار.
میرمن صادقي ددې پوښتنې په ځواب کې چې د سیالیو کې په دغه عمر کې له واړه ماشوم سره یوځاي ګډون د هغې لپاره کوم مشکلات په ځان پسې نه درلودل،؟ ووئيل؛ نه ، زما لپاره ئې هیڅ مشکل نه درلود. یو هغه برکت چې لامل شوی د قرآن سیالیو ته راشم، زما بچیان دي. کله مو مشق او تمرین کاوه، نو زما بچیانو هم له ما سره یو ځاي تلاؤت زمزمه کاو. زما اوه کلن زوی د مصر د یوه مشهور قاري استاد مصطفی اسماعیل د سټایل ډير په ښه توګه اجرا کوي او حتی له ما هم لا ښه قرائت لري . ورکوټی زوی مو هم د قرآئت وړتیا لري .هرڅه لرو، ټول د قرآن له برکته دي ، زما خاوندهم د ټول قرآڼ حافظ دی.
میرمن صادقي پخپل کورني ژوند کې د قرآن کریم اغیزو ته په اشارې سره ووئيل ؛ زه او زما خاوند د ژوند په ټولو ټيټو هسکو کې دخداي په یاد سره توّکل کوو او دا د مونږ د بریالیتوب راز دی . دمونږ ټوله اندیښنه او فکر د قرآني بچیانو تربیت دی . مونږ په کور کې د استاذانو د تلاؤتونو تحلیل، د قرائت تقلید او د آیتونو حفظ او نورو مشقونو ته مخه کوو . د کورنۍ په سویه هره ورځ د قرآن کریم تلاؤت کوو؛د قرآن کریم ټول آيتونه ، یوه یوه کلمه او هر یو ټکی آرام بخښونکی دی. حتی هغه قرآن چې دمونږ د کور پر میز کیښودل شوی دی، هم مونږ ته خاص آرامښټ راپه برخه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4253861