
ایکنانیوز - د ترهه ګرۍ له ژورو او پخوانیو ټپونو له امله ددغې ترهه ګرې غمیزې پایلې هماغه راز د پاکستان پر ټولنیې ډيرې اغیزې شیندلي دي.
له ننه لس کاله مخکې یو شمیر وحشي ترهه ګرو په پیښور ښار کې د پاکستان له پوځ سره په یوه اړونده ښونځي(آرمي پبلک سکول) باندې په ناڅاپي برید کې ددغه تعلیمي مرکز کابو ۱۴۴ زده کونکي، استاذان او کارکونکي قتل عام کړل چې په هغو کې یوسل دیرش یوازې زده کونکي وو.

په دې ارتباط نن یعنی په دوشنبې ورځې په درست پاکستان کې ټول ښونځي او پوهنتونونه د پيښور د دغه ښونځي د قربانیانو په احترام کې چټي اعلان شوي دي.
دغه ترهه ګره پيښه چې تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي ) ئې مسئولیّت په غاړه اخستی،نه یوازې پاکستان بلکې درسته نړۍ ئې ډيره خپه او حکه حیرانه کړه.
په دې مناسبت د پاکستان ولسمشر ،لومړی وزیر دخیبر پختونخواه صوبائي اعلی وزیر ګورنر او نورو لوړ پوړو چارواکو پخپلو پیغامونو کې وئيلي دي، چې دپاکستان ولس هیڅکله دغه غمیزه او وحشي ډوله جنایت نه هیروي او عوامل به ئې ونه بخښي . له ترهه ګرۍ سره به د پاکستان جنګ د دوي دترټولو وروستي عامل تر نابودۍ پورې دوام ولري.
دوي وئيلي دي، ددغه جنایت عاملان له هیڅ دین او مذهب سره ارتباط نه لري او د بهرنیو په ملاتړ او پشتیبانۍ سره ئې د پاکستان پر ولس او تعلیمي ټولنې دغه شان بزدلانه پيښه وتپله.

د پاکستان لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواکو دغه راز وئیلي دي، نن ورځ د ترهه ګرۍ په ضد د ملت د اتحاد او یووالي یادونه کوي او پاکستان به د خپلو سرښیندونکو سیاسی مشرانو، زده کونکو ،استاذانو او او متخصصانو وینه ضائع نه کړي.
ددغه راپور په اساس ، د پيښور د ښونځی په زده کونکو ددغې بوږنونکي حملې وروسته چې دپاکستان او نړیوالې ټولنې ته ئې دروند شاک وارد کړی، ددغه هیواد حکومت او پوځ په پاکستان کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره نوي او سختې فیصلې غوره کړي چې د ترهه ګرو چټک او اغیزشیندونکي ځانګړي پوځي محکمو جوړول ، په دغه هیواد کې د پانسۍ د ممنوعیّت د قانون لغوه کول او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې د ملي پلان په عنوان سره دملی پلان تصویبول ، ددغو فیصلو او اقداماتو ځینی برخې حسابیږي.
البته ددغې غمیزې ځيني عوامل ډير زر ونیول او د عدالت منګولو ته وسپارل شول او په پوځي محکمو کې له محاکمیدا کیدا وروسته په پانسۍ محکوم او خپل انجام ته ورسیدل،خو ډیری شناندي او کارپوهان وائي چې ځینی اصلي عوامل هماغه شان پاتې شول او تر نن پورې د پاکستان په مختلفو سیمو کې خپلو بوږنونکو جنایتونو ته دوام ورکوي او داسې کومه ورځ نشته چې ددغه هیواد بې څوکه خلک ددغو ترهه ګرو دسپیرو او غیر انساني اقداماتو په دوام کې د خپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي.

همدااوس د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې کې له تیرو اویاؤ ورځو راهسې ترهه ګرو چې هماغه د ټي ټي پی وحشي او تکفیری ترهه ګر دي ، دپاراچنار پيښور ترمینځ ستره لاره بنده کړې ده او کورمې ته هیڅ ډول شیانو او د رملو د وړلو مخنیوی کوي او همدغه حکومتي او پوځي ادارې او چارواکي ئې ننداره کوي ، ډیري کارپوهاان وائي که په پاکستان کې په حقیقت کې د ترهه ګرۍ او ورانکارۍ په ضد په انګیزې او د خپل ټاټوبي دساتلو په خاطر مبارزه وشي، نو ترهه ګر هیڅکله هم د اوس په څیر په آزادۍ سره خپل فعالیتونه او ورانکارئ نشي کولی او د خپلو کرغیړنو او غیر انساني او غیر اسلامی اقداماتو په دلیل به انجام ته ورسیږي.