ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران داسلامی جمهوریت د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د یو څلویښتم پړاؤ د مقدماتي مرحلې قضاؤت د لیندۍ دمیاشتې په پنځه ویشتمه نیټّ سهار پيل شوی او ددغې میاشتې تر ۲۹ نیټې پورې به دوام ولري. همداراز د میرمنو د برخې قضاؤت هم پرون دوشنبې ورځې پيل شوی دی.
د سیالیو دغه مرحله په غیر حضوري بڼه او د اوقافو او د خیریه چارو په ادارې کې د قاضیانو د پلاوي په دیره کیدا سره ترسره کیږي.
دښآغلو په برخې کې دغه سیالۍ د تحقیق د قرائت، د ترتیل د قرائت او د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې او دغه راز د میرمنو په برخې کې هم په دوو څانګو کې یعني د ترتیل د قرآئت او د ټول قرآن د حفظ په دوو څانګو کې ترسره کیږی . ددغې مرحلې برلاسه کسان هغې نهائي مرحلې ته چې په حضوري بڼه به په مشهد کې ترسره شي، لاره مومي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآڼ دنړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ په مقدماتي مرحلې کې ټول ټال د ۱۰۲ هیوادونو ۳۵۰ ګډون کونکي برخه اخلی . دغه کسان د میرمنو او سړیو په دوو ډلو کې په پڼځو څانګو کې سره سیالۍ کوي چې په هغو کې ښاغلي قاریان ۸۸ حافظان ۱۲۹ او مُرتل ۵۴ کسان او د میرمنو په څانګې کې هم ۴۰ حافظانې او ۳۴مرتلې برخه اخلي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ نهائي مرحله د پیغمبر اکرم (ص) د مبعث له کلیزې سره په یووخت ، د سلواغې دمیاشتې له اتمې تر دیارلسمې نیټې پورې په مشهد مقدس کې ترسره کیږي.
په دغو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازي هم د ښاغلو په برخې کې د تحقیق د قرائت په څانګې سید محمد حسیني پور،د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې محمد خاکپور او د ترتبل د قرائت په څانګې کې مجتبی قدبیګي او دغه راز د آغلو په څانګې کې د ټول قرآن دحفظ او د ترتیل دقرائت په څانګو کې میرمن فاطمه دلبري اومیرمن غزاله سهیلي زاده برخه اخلي.
https://iqna.ir/fa/news/4254338