IQNA

د تسنیم مداحي ډله او د نازعات سورې په زړه پورې تلاؤت

13:21 - December 17, 2024
د خبر لمبر: 3490323
ایکنا – د ایران د اصفهان د ؛تسنیم؛ په نامې سره مداحي ډلې  د قرآن کریم د نازعات سورې یو شمیر آیتونه د استاد شحات محمد انور په سټایل سره  په ګډه تلاؤت کړي او خپره  کړي ئې دي.

 ایکنانیوز  راپور راکوي، د  ایران د اسلامی جمهوریت د اصفهان ولایت د تسنیم په نامې سره د قرآن کریم د یوځاي  تلاؤت کونکو مداحانو او تلاؤت کونکو ډلې غړو  پّ یوځاي د قرآڼ کریم  تلاؤت خپور کړی دی.

په دغه تلاؤت کې  د نازعات سورې  له ۲۶ آیته تر ۳۰ آیت پورې په ګډه سره تلاؤت کړی او دا  تلاؤت هم د استاد شحات محمدانور په سټایل سره اجرا شوی دی.

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ

د لوي او مهربان خداي په نامه

إِنَّ فِی ذَلِکَ لَعِبْرَةً لِمَنْ یَخْشَى ﴿۲۶﴾

په حقیت کې د هر هغه چا لپاره چې [له خدایه]ووریږي په دې [پيښې] کې یو عبرت دی.

أَأَنْتُمْ أَشَدُّ خَلْقًا أَمِ السَّمَاءُ بَنَاهَا ﴿۲۷﴾

آیا د تاسو پنځول  له سخت دی یا  هغه آسمان چې[هغه ] هغه پنځولی دی.

رَفَعَ سَمْکَهَا فَسَوَّاهَا ﴿۲۸﴾

چت ئې وغوړوه او دا ئې [په ټالکي اندازه] ئې برابر کړ.

وَأَغْطَشَ لَیْلَهَا وَأَخْرَجَ ضُحَاهَا ﴿۲۹﴾

او شپه ئې تورتمه کړه او ورځ ئې رڼا او ښکاره کړه.

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِکَ دَحَاهَا ﴿۳۰﴾

او له دې وروسته ئې مځکه په پراخ ډول وغوړوله.

 

https://iqna.ir/fa/news/4254468

captcha